
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو ادعا کړې چې ګواکې د سولې عالي شورا پخوانی رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د طالبانو له خوا نیول شوی دی.
زمونږ موندنې ښيي چې دا ادعا ناسم ده او ډاکټر عبدالله عبدالله په کابل کې په خپل کور کې شتون لري. همدا راز هغه په دې وروستیو کې خپل په تویتر کې د ملګرو ملتونو د مرستیالې سره د لیدنې خبره هم کړې ده.
ادعا
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د روان میلادي کال د ډسمبر په ۷مه د ښاغلي عبدالله عبدالله یو فوتوشاپ شوی انځور خپور کړی دی. د ډاکټر عبدالله انځور د واسکټونو او کرتۍ پلورونکی کس په توګه فوتوشاپ شوی دی. دوی ادعا کړې چې ګواکې ښاغلی عبدالله د طالبانو له خوا نیول شوی دی.
د «نیلوفر رحماني» په نوم یوې فېسبوک پاڼې لیکلې: «ډیره جالیبه ویډيو طالیبانو عبدالله عبدالله ونیولی
تاسو یی د نیولو ؤیډیو په لومړی کمینټ کې لیدلي شي».
حقیقت موندنه
مونږ د ډاکټر عبدالله تویتر ته ولاړو. نوموړی په خپل تویت کې د ډسمبر په ۹مه لیکلي چې د ملګرو ملتونو د سیاسي چارو او سولې له مرستیالې «رزمري دي کارلو» سره یې لیدلي. په داسې حال کې چې په فېسبوک پسټ کې د هغه د نیول کېدلو ادعا د ډسمبر ۷مه ښودل شوې ده.
تاسو کولای شئ چې د ښاغلي عبدالله تویت دلته وګورئ:
له بلې خوا د ښاغلي ډاکټر عبدالله انځور فوتوشاپ شوی دی. په اصلي انځور کې لیدل کیږي چې یو افغان وګړی کرتۍ او واسکټونه خرڅوي. تاسو کولای شئ چې اصلي عکس دلته وګورئ:
دا عکس د اپریل په میاشت کې د یوه بهرنی عکاس سټیف مکاري له خوا د هغه په وېبپاڼه کې خپور شوی دی. داسې ښکاري چې دا انځور د نوموړی له خوا په افغانستان کې اخستل شوی وي.
لاندې کولای شئ چې د ډاکټر عبدالله فوتوشاپ شوی عکس ووینئ:
پایله
په ټولنیزو رسنیو کې هغه خبر ناسم دی چې ګواکې ډاکټر عبدالله د طالبانو له خوا نیول شوی دی. هغه په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د مرستیالې سره له لیدلي. له بلې خوا خپور شوی عکس فوتوشاپ شوی دی.
په ورته مهال طالبان هم نه دي ویلي چې ګواکې ډاکټر عبدالله دې نیول شوی وي.

سرلیک: ډاکټر عبدالله د طالبانو له خوا نه دی نیول شوی
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False