د کابل له سقوط څخه وروسته او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال خلک له خورا اقتصادي ستونزو سره مخ دی او دا هېواد د بشري ناورین پر لور روان دی. اوسمهال خلک د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دی.
د دغه بحران په لړ کې یو شمېر ناسم خبرونه په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس شوي دي.
په دې وروستیو کې د یوه یمني هلک عکس په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی چې ادعا شوې ګواکې د ډوډۍ د غلا له امله د طالبانو له وهل او ټکول شوی دی.
ادعا
په ټولنیزو رسنیو کې د یوه ماشوم عکس خپور شوی دی چې پر بدن یې د وهلو او ټکولو نښې نښانې لیدل کیږي. له دې عکس سره یو ځای ادعا شوې چې ګواکې نوموړی هلک د ډوډۍ د غلا په تور د طالبانو له خوا وهل او ټکول شوی دی.
په پست کې ویل شوي: «دا پوسټ دومره شیر کړئ چې تر ذبیح مجاهد ورسیږي. دا ماشوم له نانوایۍ څخه یوه ډوډۍ غلا کړې چې وروسته طالبانو نیولی او داسې یې وهلی.»
په لاندې لېنک کې کولای شئ چې دا فېسبوک پسټ وګورئ:
حقیقت موندنه
مونږ د دغه ادعا په تړاو په ګوګل کې د کلیدي کلمو پلټنه تر سره کړه. پر دې سربېره مو پر نوموړی عکس هم څېړنه وکړه. په پایله کې مو وموندله د ماشوم هغه انځور چې وهل او ټکول شوی، د افغانستان پورې اړه نه لري. دا هلک د یمن له هېواد څخه دی. نوموړی ماشوم د خپل پلار له خوا وهل شوی وو.
دا انځور په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د هغه راپورونو سره خپور شوی وو چې ویل کېده یو پلار خپل زوی یې په یمن کې وهلی وو.
په دې اړه کولای شئ نور مالومات په لاندې لېنک کې ولولئ:

پایله
له پورتنیو څېړنو څخه مالومیږي چې دا ادعا په بشپړه توګه دروغ ده. دا هلک په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ډوډۍ د غلا له امله نه دی وهل شوی. دا عکس پخوانی دی او نوموړی ماشوم د یمن هېواد پورې تړاو لري.

سرلیک: دا ماشوم د طالبانو له خوا د ډوډۍ د غلا په تور نه دی وهل شوی
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False