د پاکستان کویټې په یوه روغتون باندې د برید پخوانی انځور د کراچۍ ښار د چاودنې په توګه خپور شوی

False International

سکرین شاټ: یو فېسبوک پوسټ کې ادعا شوې چې ګواکې دا انځور په کراچۍ ښار کې د پوځ پر مرکز د یوې چاودنې پورې اړه لري. 

د پاکستان په کویټه کې په یوه روغتون کې د بمي چاودنې یو پخوانی انځور د کراچۍ په یوه پوځي کمپ کې د وروستۍ چاودنې په توګه شریک شوی او ادعا شوې چې په نوموړې چاودنه کې ۸۰ پوځیان وژل شوي او له ۱۴۰ څخه ډېر ټپیان شوي دي. 

د اصلي پوسټ لیدو لپاره   ـ    Facebook   Archive 

په پورته سکرین شاټ کې کولای شو له چاودنې څخه وروسته صحنه وګورو.  

دا عکس ادعا کوي چې چاودنه د پاکستان په کراچۍ ښار کې پر یو پوځي کمپ باندې شوې ده.

دا پوسټ په ټولنیزو رسنیو کې له ۴۵ څخه زیات شریک شوی دی.

حقیقت موندنه

مونږ په شریک شوي عکس باندې د انځورونو برعکس پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې دا انځور په کویټه کې د یوه برید پورې اړه لري چې په ۲۰۱۶ کال کې د اګست په میاشت کې پر یو روغتون باندې شوی وو. په دې چاودنه کې شاوخوا ۶۳ کسان وژل شوي وو. 

دا په هغه کال کې د پاکستان یو له خونړیو بریدونو څخه ګڼل شوی وو.

لاندې خبر چې د ۲۰۱۶ کال د اګست په ۸مه خپور شوی دی، پکې ویل شوی چې چاودنه د کویتې په یوه روغتون کې شوی چې پکې له ۶۰ څخه ډېر مړه شوي وو او ګن شمېر نور ټپیان وو.

له دې خبر سره یو ځای همدا تصویر خپور شوی وو چې ښيي دا چاودنه په ۲۰۲۱ کال کې د پاکستان پوځي مرکز باندې نه ده شوې او هغې پورې هېڅ اړه نه لري. 

د خبر سکرین شاټ او لېنک لاندې شریک شوی دی:

First Post  Archive

د خبر نورو جزیاتو لپاره کولی شئ لاندې لېنکونه وګورئ:

The Diplomat  Archive 

Shafqana.com  Archive

هغه مهال د کوټې د روغتون په برید کې ډېر کسان ووژل شول او ډېر نور ټپیان شول چې ډېری یې وکیلان او خبریالان وو.

برید هغه مهال را منځ ته شو چې ډېری وکیلان او خبریالان د بلوچستان د وکیلانو د رییس «بلال کاسي» مړي ته را ټول شوي وو. د هغه جسد د روغتون بېړنۍ څانګې ته راوړل شوی وو. 

دا په ۲۰۱۶ کال کې په پاکستان کې یو له تر ټولو خونړیو بریدونو څخه وو. دا برید د یوه ځانمرګي بریدګر لخوا ترسره شوی وو.

نړیوالې ټولنې او رسنیو دغه وژونکې حمله یې په پراخه توګه غندلې وه. 

د لاندې لېنک په واسطه د افغانستان په اړه زمونږ د حقیقت موندنې راپورونه لوستلای شئ:

Twitter Fact Crescendo 

پایله

د پورتنیو ارزونو له مخې کولای شو ووایو چې دا انځور په کراچۍ ښار کې د پوځ پر مرکز د کوم برید پورې اړه نه لري، بلکې دا د پاکستان د کویټې په یو روغتون باندې د ځانمرګي برید یو انځور دی. دا عکس د ۵ کالو پخوانی انځور دی. 

دا انځور په کراچۍ کې د کومې وروستۍ چاودنې پورې تړاو نه لري.

Avatar

سرلیک: د پاکستان کویټې په یوه روغتون باندې د برید پخوانی انځور د کراچۍ ښار د چاودنې په توګه خپور شوی

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *