پاکستان په بسکیټ کې زهرجن مواد نه دي کارولي

False International

د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو د بسکیټ ځیني انځورونه چې تابلیت پکې لیدل کیږي، خپاره کړي دي. دوی ادعا کړې چې ګنې له پاکستان څخه په وارد شوي بسکیټ کې زهرجن مواد کارول شوي دي. 

د فاکت کرېسیندو موندنې ښیي چې د بسکیټو دا کمپنۍ ایران هېواد پورې اړه لري. له بلې خوا دا درمل په ایران کې په کیک او کلچه کې د قاچاق په موخه اېښودل شوی وو. 

ادعا

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د بسکیټ انځورونه خپاره کړي دي. په بسکیټ کې ځیني درمل لیدل کیږي. دوی ادعا کړې چې ګنې دا بسکیټ له پاکستان څخه وارد شوي او د زهرجنو موادو درلودونکی دی.

د « زابل خبریال» په نوم یوې فېسبوک پاڼې لیکلې: « دپاکستان نه را وارد شوي بیسکوټ چي زهرجن مواد پکې ګډ دي هیله ده خپلو ماشومانو سره احتیاط وکړئ. درسره شیر یې کړئ چې ټول خبر شي.»

دا فېسبوک پست له نورو سره ۶۵ زره ځلې شریک شوی دی.

فېسبوک لېنک/ آرشیف لېنک

حقیقت موندنه

په تصویر کې د چمک په نوم د یوې کمپنۍ بیسکیټ لیدل کیږي. زمونږ د موندنو پر اساس، د «چمک» د بسکیټ کمپنۍ د ایران هېواد پورې اړه لري، نه د پاکستان. د چمک د بسکیټ کمپنۍ په اړه نور مالومات په لاندې انځور کې لیدلای شئ.

وېبپاڼه/ آرشیف لېنک

له بلې خوا څخه په بسکیټ کې د درمل د شتون پېښه پخوانۍ ده چې په ایران کې را منځ ته شوې وه. دا پېښه په ۱۳۹۸ هجري لمریز کال کې پېښه شوې وه. د « تسنیم» په نوم یو ایراني خبري اژانس په دې اړه راپور یې لیکلی دی. د راپور پر اساس، لومړی د کیک او کلچې پاکټ خلاص شوی او وروسته دا درمل په قصدي توګه پکې ځای پر ځای شوی دی. 

د تسنیم دا راپور کولای شئ په لاندې لېنک کې وګورئ.

د راپور لېنک/آرشیف لېنک

په هغه وخت کې دغه پېښه په ایران کې یو شمېر ماشومانو ته مسمومیت پیدا کړی وو چې تر درملنې وروسته نوموړي ماشومان بېرته له روغتون څخه رخصت شوي وو. 

په ټولنیزو رسنیو کې د دغو انځورونو په خپرېدلو سره، د ایران د روغتیا چارواکو په دې اړه څېړنه تر سره کړه. دوی ویلي وو چې په کیک او کلچه کې ښایي دا درمل په قصدي توګه پکې ځای پر ځای شوی وي. 

له بلې خوا څخه ایراني چارواکو ویلي وو چې دښمن غواړي د ایران داخلي تولیداتو پر وړاندې اقدام وکړي او اقتصادي تروریزم ته لمن ووهي. 

په ورته مهال د ایران د غذایي صنایعو د ټولنې یو چارواکی ویلي وو چې دا درمل د قاچاق په موخه په کیک او کلچه کې اېښودل شوی وو.

 

تویتر/ آرشیف لېنک

له بلې خوا څخه هغه ماشوم چې په انځور کې لیدل کیږي د بسکیټ خوړلو له امله نه ده بې هوښه شوې. د درملنې په حالت کې د یوې ماشوم عکس اخستل شوی او د دغو بسکیټونو سره یو ځای خپور شوی دی تر څو دا ښکاره کړي چې ګنې د دغو بسکیټونو خوړلو له امله ناروغه شوې ده.

پایله

هغه ادعا ناسم ده چې ګنې پاکستان په بسکیټ کې زهرجن مواد کاروي. د بسکیټ تولیدولو دا شرکت د ایران هېواد پورې اړه لري. له بلې خوا په بسکیټ او کیک کې د تابلیت موندلو دا پېښه پخوانۍ ده چې په ایران کې را منځ ته شوې وه. دا درمل د قاچاق په موخه په دغو خوراکي توکو کې ځای پر ځای شوی وو.

Avatar

سرلیک: پاکستان په بسکیټ کې زهرجن مواد نه دي کارولي

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *