
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو پر غزه د اسراییل د برید یو پخوانی انځور یې خپور کړی دی. دوی ادعا کړې چې ګنې د پاکستان په لاهور کې پر یو اټومي کمپ وسلوال برید شوی دی. د فاکت کرېسیندو ‘Fact Crescendo’ موندنو پر اساس، دا خبر د کومې رسمي سرچینې له خوا نه دی تایید شوی.
ادعا
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر پاڼو یو پخوانی انځور یې خپور کړی او ادعا یې کړې چې ګنې په لاهور کې پر اټومي کمپ باندې وسلوال برید شوی دی. د ‘Niloofar Rahmani Offcial’ په نوم یوې جعلې فېسبوک پاڼې لیکلې: «پاکستان لاهور ښار کې پر یوه لوی اټومې کمپ وسلوال برید شوی. یاد برید کې اټومي وسایلو بمونو انفلاق کړی، د ودانیو تر څنګ لوی انساني ناورین هم رامنځته شوی. لا دقیقه شمیره نده څرګنده- برید جریان لري.»
دا خبر د یوې بلې فېسبوک پاڼې له خوا هم خپور شوی دی. دا فېسبوک پست له نورو سره ۴۸۲ ځلې شریک شوی دی.
حقیقت موندنه
تر اوسه په دې اړه هېڅ کومې رسمي سرچېنې د دې خبر پخلی نه دی کړی. له بلې خوا دا انځور هم پخوانی دی چې پر غزه باندې د اسراییلو هوایي بمبار ښيي. دا انځور د ‘Economic Times’ له خوا یو کال وړاندې په ۲۰۲۰ کال کې د فبرورۍ په ۲۴مه خپور شوی دی.
په راپور کې لیدل کیږي چې انځور پخوانی دی
پایله
هېڅ کومې رسمي سرچینې په لاهور کې د پاکستان پر اټومي کمپ د وسلوال برید خبر یې نه دی تایید کړی. له بلې خوا څخه دا انځور پخوانی دی چې په غزه کې د اسراییلو هوایي بمبار را ښيي.

سرلیک: په لاهور کې پر اټومي مرکز د وسلوال برید په اړه کوم موثق خبر نه دی خپور شوی
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: Misleading