د وزیرستان طالبان په دې وروستیو کې په پاکستان کې کومه پوسته نه ده نیولې

International Missing Context

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د پاکستاني طالبانو پخوانی انځور یې خپور کړی دی او ویلي چې ګنې دوی په پاکستان کې پوسته یې نیولې. د فاکت کرېسیندو موندنې را ښیي چې دا انځور اوسنی نه دی. 

ادعا

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو تر منځ د پاکستاني طالبانو یو پخوانی انځور لاس په لاس کیږي. دوی ویلي چې په دې وروستیو کې د وزیرستان طالبانو په پاکستان کې یوه پوسته یې نیولې ده. په انځور کې څو وسلوال کسان لیدل کیږي چې د پاکستان پر بیرغ باندې ولاړ دي. 

د «شازیه خوستی» په نوم یوې فېسبوک پاڼې د روان زیږدیز کال د جولای په ۱۷ لیکلې: «د وزیرستان مجاهدينو نن پاکستان کي يوه پوسته ته سقوط ورکړې.»

دوی ادعا کړې چې ګنې په دې برید کې ۷ پاکستاني سرتیري وژل شوي دي.

دا پست له نورو سره د دې خبر تر خپرېدلو پورې ۱۱۴ ځلې شریک شوی دی.

فېسبوک پست/ آرشیف لېنک

حقیقت موندنه

مونږ پر دغه انځور باندې د ګوګل د انځورونو برعکس پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې د طالبانو دا انځور پخوانی دی. دا انځور د «انوراګ» په نوم د تویتر د یوه کاروونکي له خوا په ۲۰۲۰ کال کې د مې میاشتې په ۱۰مه خپور شوی دی.

تویتر/آرشیف لېنک

دا انځور د یوې فېسبوک پاڼې له خوا هم د ۲۰۲۰ کال د مې په ۵مه خپور شوی دی.

 

فېسبوک پست/ آرشیف لېنک

پر دې سربېره، مونږ د ګوګل مهمو کلمو پلټنه هم تر سره کړه. په دې تړاو هېڅ کوم خبر په دې وروستیو کې نه دی خپور شوی چې ګنې پاکستاني طالبانو دې په دې هېواد کې امنیتي پوسته نیولې وي. 

د پاکستاني طالبانو خوځښت څه ډول را منځ ته شو؟

پاکستاني طالبان د پاکستان طالبانو خوځښت یا ‘TTP’ په نوم هم یادیږي. حافظ محمد سعید په ۱۹۹۰ لسیزه کې د عبدالله عزام په مرسته چې د اسامه بن لادن له استادانو څخه ګڼل کیږي، د لشکر طیبه ډله یې را منځ ته کړه. لشکر طیبه ډله د پاکستان فوځ تر نظر لاندې خپله قرارګاه یې په لاهور کې را منځ ته کړه.

تر دې وړاندې نورې ډلې هم را منځ ته شوې وې، لکه جیش محمد چې د مولانا مسعود ازهر له خوا په کال ۲۰۰۰ کې په کراچۍ کې جوړه شوې وه. 

د پاکستان حکومت د نړیوالو فشارونو له امله دا ډله یې په ۲۰۰۲ کال کې غیر قانوني اعلان کړه.

دا ډله په افغانستان کې د امریکا تر حملې وړاندې د افغانستان له طالبانو سره یې مرسته کوله.

په ۲۰۰۷ کال کې ۱۳ هم فکره ډلې سره یو ځای شوې او د «پاکستاني طالبانو خوځښت» په نوم ډله یې را منځ ته کړه. بیت الله محسود د دغه خوځښت لومړنی مشر وو چې په ۲۰۰۹ کال کې د امریکا فوځ په یوه هوایي برید کې ووژل شو.

پایله

په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو هغه انځور اوسنی نه دی چې ادعا شوې ګنې دوی په پاکستان کې یوه امنیتي پوسته یې نیولې ده.

Avatar

سرلیک: د وزیرستان طالبان په دې وروستیو کې په پاکستان کې کومه پوسته نه ده نیولې

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: Missing Context

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *