
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د مکسیکو ښار د هوایي ډګر انځور د کابل د هوایي ډګر په توګه خپور کړی دی.
ادعا
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د جولای په ۱۱مه د مکسیکو ښار هوایي ډګر انځور خپور کړی. دوی ویلي چې ګنې دا انځور د کابل هوایي ډګر پورې اړه لري.
د «افغانیه» په نوم یوې فېسبوک پاڼې دا انځور یې خپور کړی دی.
دا انځور له نورو سره ۴۰ ځله شریک شوی دی.
حقیقت موندنه
فاکت کرېسیندو په دې انځور باندې د ګوګل او بینګ پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې دا انځور د کابل هوایي ډګر پورې اړه نه لري. دا انځور د مکسیکو ښار نړیوال هوایي ډګر پورې اړه لري. دا انځور په ۲۰۰۶ زیږدیز کال د مارچ په میاشت کې د یوه مکسیکویی عکاس «جوان کارلوس» په واسطه اخستل شوی دی.
دا انځور د ‘www.airliners.net’ وېبپاڼې له خوا په ۲۰۰۶ کال کې د اپریل په ۱۶مه نېټه خپور شوی دی.
د مکسیکو ښار هوایي ډګر په اړه
د مکسیکو ښار هوایي ډګر د «بنیتو جوارز» په نوم هم یادیږي چې په مکسیکو ښار کې موقعیت لري. په دې هوایي ډګر کې ۳۰ ملي او نړیوال هوایي شرکتونه فعالیت کوي. دا هوایي ډګر د مکسیکو او لاتینې امریکې یو له تر ټولو بوخت هوایي ډګرونو څخه ګنل کیږي. د مکسیکو ښار نړیوال هوایي ډګر د نړۍ په کچه د بوختو هوایي ډګرونو په لړ کې ۳۳ام ځای لري.
پایله
د هوایي ډګر هغه انځور چې د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو له خوا لاس په لاس شوی دی، د کابل هوایي ډګر پورې اړه نه لري. دا انځور د مکسیکو ښار هوایي ډګر را ښيي.

سرلیک: ایا دا انځور د کابل هوایي ډګر پورې اړه لري؟
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False