
د طالبانو د دویم ځل واکمنیدو وروسته په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو محدودیتونه وضع شول او له هغې وروسته دا په افغانستان کې یو تر ټولو حساسه موضوع ګڼل کیږي، چې په همدې اساس ډېر کله د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکي د خپل لایک او کمنټ لپاره یا هم د خلکو باورونو د بدلولو په موخه غیر حقیقي او نیمګړي مالومات خپروي.
اوس تازه د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پخواني کلیپ سره ادعا کړې، چې ګواکې طالبان به ډېر ژر د نجونو زده کړو ته اجازه ورکړي، په داسې حال کې چې دغه کلیپ په ۲۰۲۲ کال کې اخیستل شوی او په هغې کې داسې واضح ندي ویل شويو چې د نجونو زده کړې به ډېر ژر پیل شي. د همدې موضوع او کلیپ په اړه کولی شئ د فکټ کریسنډو کتنه ولولئ او له اصلي موضوع ځان خبر کړئ!
د ټولنیزو رسنیو فیسبوک یو شمېر کاروونکو د دې کلیپ په خپرولو سره لیکلي، چې د انجونو زده کړې ډېر ژر پیلیدونکي دي.
تاسې کولی شئ لاندې څو بېلګې وګولئ:


رېښتیا څه دي؟
د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد هغه کلیپ، چې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو له لوري له دې ادعا سره خپور شوی، چې ګواکې ډېر ژر به د نجونو زده کړو ته اجازه ورکړل شي، شاوخوا دوه نیم کاله پخوانی کلیپ دی او دا مهال هیڅ داسې کوم خبر یا اعلامیه نشته، چې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو دغې ادعا ملاتړ وکړي.
د حقیقت څېړنه:
موږ لومړی د نجونو د زده کړو موضوع په اړه کلیدي توري وپلټل، چې اصلاً داسې کوم خبر شتون نه درلود. او بیا مو د ویډویو یو سکرین شاټ په ګوګل ایمیج کې سرچ کړ، چې موږ وموندله دغه ویډیو پخوانۍ ده او په ۲۰۲۲ کال May میاشت کې خپره شوې وه. همدا راز موږ د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد رسمي اکونټونو څخه هم لیدنه وکړه او هغوی د نجونو د زده کړو په اړه تازه کومه اعلامیه یا خبر نه خپور کړی.
د دې کلیپ په اړه ویلی شو، چې په ۲۰۲۲ کال May میاشت کې له ذبیح الله مجاهد څخه د قابله ګانو د نړیوالې ورځې په مناسبت یو پروګرام کې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو په اړه پوښتنه وشوه. د هغه ځواب پریکړه کوونکی ندی او د ښوونځیو مسله یې د وخت پریکړه بللې وه.
همدا کلیپ د برین میډیا لخوا په کال ۲۰۲۲ می میاشت کې خپور شوی، چې تاسې یې کولی شئ وګورئ او واورئ!
همدا راز افغانستان انټرنیشنل هم له خپل رسمي ایکس اکونټ څخه دغه کلیپ د ۲۰۲۲ کال می میاشتې په ۱۶مه نېټه خپور کړی، چې تاسې یې اوریدلی شئ.
همدا راز افغانستان انټرنیشل له خپل فیسبوک هم دغه کلیپ په کال ۲۰۲۲۲ می میاشتې ۱۶مه نېټه خپور کړی.

پایله:
د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد هغه کلیپ، چې په دې وروستیو کې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو له لوري له دې ادعا سره خپور شوی، چې ګواکې ډېر ژر به د نجونو زده کړو ته اجازه ورکړل شي، شاوخوا دوه نیم کاله پخوانی کلیپ دی او دا مهال هیڅ داسې کوم خبر یا اعلامیه نده خپره شوې، چې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو دغې ادعا ملاتړ وکړي.

په افغانستان کې د ښځو د تعلیم موضوع؛ لا هم د دروغو ادعاوې شته! : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: Partly False