
په ټولنییزو رسنیو کې یوه ویډیو لاس په لاس کیږي، چې پکې ښکاري، د پاکستان یوې مسافر وړونکې الوتکې سره نږدې هوایي میدان کې برید رامنځته شي.
د دغې ویډیو په خپرولو سره د فیسبوک یو شمېر کاروونکو ادعا کړې، چې ګواکې د پاکستان پر یو هوایي ډګر برید شوی. دوی دغه ادعا داسې مهال کوي، چې په دې وروستیو کې د هند او پاکستان اړیکي ډېرې ترخې شوي او دواړو لوریو یو بل سره ډیپلوماتیکي اړیکي ځنډولې دي.
خو دا چې ایا رېښتیا هم د پاکستان په یو هوایي ډګر هوایي برید شوی او کنه؟ راځي د فکټ کریسنډو دغه کتنه درسره ولولئ!
لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی د یادې ویډیو له خپرولو سره لیکلي، چې د پاکستان په هوایي میدان برید شوی.

Archive | Facebook Post
Archive | Facebook Post
رېښتیا څه دي؟
د فیسبوک یاد شمېر کاروونکو ادعا دروغ ده. دوی اصلاً د ۲۰۱۹ کال اسلام اباد هوایي ډګر یو انځور سره د مصنوعي ځیرکتیا ایدیټ په واسطه د چاودنې ویډیو یوځای کړې ده.
دغه انځور په کال ۲۰۱۹ کې هغه مهال اخیستل شوی، چې مسافر د پاکستان د نړیوال هوايي شرکت یوې الوتکې ته ګلګت ته د سفر کولو لپاره بهر انتظار باسي.
موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو د یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا ناسمه ده؟
موږ لومړی د دغې ویډیو پر لومړني انځور ګوګل ایمیج لټون پلی کړ او هلته مو د اسلام اباد هوایي ډګر ۲۰۱۹ کال دغه انځور پیدا کړ.
د Shutterstock په نوم د انځورونو مشهورې ایجینسۍ هم دغه انځور خپور کړی او په کپشن کې یې ورسره لیکلي: اسلام آباد، پاکستان – جون ۲۰۱۹: مسافر د پاکستان د نړیوال هوايي شرکت یوې الوتکې ته ګلګت ته د سفر کولو لپاره بهر انتظار باسي.

د alamy په نوم یوې بلې د انځورونو ایجینسي هم دغه انځور خپور کړی او د انځور د اخیستو او ځای په اړه مالومات یې ورسره کپشن کې لیکلي، چې تاسې هم په لاندې توګه کتلی او لوستلی شئ.

پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې د فیسبوک یاد شمېر کاروونکو ادعا دروغ ده. دوی اصلاً د ۲۰۱۹ کال اسلام اباد هوایي ډګر یو انځور سره د مصنوعي ځیرکتیا ایدیټ په واسطه د چاودنې ویډیو یوځای کړې ده.
دغه انځور په کال ۲۰۱۹ کې هغه مهال اخیستل شوی، چې مسافر د پاکستان د نړیوال هوايي شرکت یوې الوتکې ته ګلګت ته د سفر کولو لپاره بهر انتظار باسي.

ایا رېښتیا د پاکستان په یو هوایي ډګر هوایي برید شوی؟ : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False