
د ۲۰۲۵ کال جولای میاشت ۱۳مه نېټه باندې د ټولنیزو رسنیو یو شمېر فیسبوک کاروونکو یو ویډیو خپره کړې، چې پکې د هوایي ځواک یوه اډه کې لسګونه ایف ۱۶ جنکي الوتکې ولاړې دي. د دې ویډیو په خپرولو سره یادو فیسبوک کاروونکو ادعا کړې، چې ګني دا د جنوبي کوریا هغو جنګي الوتکو تازه تمرینات دي، چې د شمالي کوریا په ضد یې تیار کړي دي. په داسې حال کې، چې دا ویډیو ان ۱۲ کاله پخوا په ۲۰۱۲ کې نشر شوې او په حقیقت کې دا جنګي الوتکې په جنوبي کوریا کې د امریکا په یوه ستره پوځي اډه کې ولاړې دي.
فکټ کریسنډو دا موضوع څېړلې او تاسې یې لوستلو ته رابولو!
لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې پوسټ د نمونې په توګه وګورئ. دوی په خپلو پوسټونو کې لیکلي: دلته بیا د جنوبي کوریا د هوایي ځواک هغه مانور کتلی شئ، چې د شمالي کوریا پر ضد یې د لسګونو (F-16) جېټ الوتکو په مرسته برابر کړی، دغه مانور تېره ورځ پر لاره اچول شوی و.

رېښتیا څه دي؟
د جنوبي کوریا په نوم د (F-16) جنګي الوتکې الوتکو خپره شوې ویډیو اوسنۍ نده، بلکې د ۲۰۱۲ کال پخوانۍ ویډیو ده او همدا څېر دغه الوتکې یوازې په جنوبي کوریا پورې اړه نلري، بلکې دا په جنوبي کوریا کې د امریکا د (Kunsan Air Base) الوتکې دي.
موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو دغه ادعا ناسمه ده؟
موږ د خپرې شوې ویډیو یو څو منظم سکرین شاټونه په ګوګل ایمیج لټون کې وپلټل. بیا مو همدا اصلي یوډیو پیدا کړه، چې په کال ۲۰۱۲ کې د مختلفو چینلونو لخوا خپره شوې وه.
د AiirSource Military چینل همدا ویډیو په ۲۰۱۲ کال کې خپره کړې او ورسره یې لیکلي، د جنوبي کوریا د کنسان هوايي اډې ته د امریکا د هوايي ځواک د F-16 فیلانو لویه ګرځېدنه .
موږ بیا د کنسان نومې هوایي اډې پلټنه وکړه او ومو موندله، چې کنسان په جنوبي کوریا کې د امریکا هوایي پوځي اډه ده.

همدا راز تاسې کولی شئ د AIRBOYD له رسمي چینل څخه هم همدا ویدیو ننداره کړئ، چې په کال ۲۰۱۲ کې یې خپره کړې ده.
پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې د جنوبي کوریا په نوم د (F-16) جنګي الوتکې الوتکو خپره شوې ویډیو اوسنۍ نده، بلکې د ۲۰۱۲ کال پخوانۍ ویډیو ده او همدا څېر دغه الوتکې یوازې په جنوبي کوریا پورې اړه نلري، بلکې دا په جنوبي کوریا کې د امریکا د (Kunsan Air Base) الوتکې دي.

په جنوبي کوریا کې د امریکا د (Kunsan Air Base) ایف ۱۶ الوتکو پخوانۍ ویډیو د جنوبي کوریا د تازه تمریناتو په نوم خپره شوې ده. : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله:Partly False