د ویجاړې شوي ترکي ډرون پخوان انځور د روسیې او اوکراین د روانې جګړې پورې اړوند نشر شوی.

Update: 2024-09-23 14:30 GMT

 په دا وروستیو کې د فیسبوک څو کاروونکو د یوې ویجاړې شوې الوتکې یو انځور، چې اصلاً په ترکیې پورې اړوند دی، له دې ادعا سره خپور کړی، چې ګواکې روسیې د اوکراین دغه او د دې په شمول څو نورې ورته ډورن الوتکې را نسکورې کړي دي.

تاسو کولی شئ لاندې د فیسبوک د څو کاروونکو ادعاوې د بېلګې په توګه وګورئ:

فېسبوک لینک آرشيف لینک

د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو له لوري پورته پوسټ کې ادعا دا ده چې د روسيې دفاع وزارت د دغه هېواد په خاوره کې د لسګونو اوکرايني بې پيلوټه الوتکو د نسکورولو اعلان کړی.

په هرصورت، د فکټ کریسینډو موندنې ښیي، چې په ټولنیزو رسنیو کې د روسیې اوکرایین د جګړې په تړاو، خپور شوی انځور پخوانی او بې تړاوه دی.

د حقیقت معاینه:

د فیسبوک د یاد کاروونکي لخوا د ادعا د تایید یا رد لپاره، موږ لومړی په انټرنیټ کې کلیدي کلمې وپلټلې، ترڅو معلومه کړو چې ایا ادعا ته ورته راپورونه شته او که نشته.

موږ وموندله، چې د روسیې او اوکراین د جګړې په تړاو ورته مستند راپورونو شتون درلود، چې ځینې یې په لاندې ډول دي.

واشنګټن پوسټ د دې عنوان لاندې «زلنسکي د دې تمه لري چې امریکا ژر عمل وکړي، ځکه چې په روسیه کې د وسله والو زیرمې لا نورې هم تخریب کیږي» راپور خپور کړی.

 

واشنګټن پوسټ آرشیف لینک

بیا مونږ د نورو پلټنو لپاره له شوې ادعا سره پر خپور شوي انځور ګوګل ایمیج لټون پلی کړ او موږ وموندله، چې خپور شوی انځور بې تړاوه او پخوانی دی.

د یوې مقالې له مخې دا انځور په ۲۰۱۹ دېسمبر کې خپور شوی او ورسره لیکل شوي، چې د ترکیې بې پیلوټه جنګي الوتکې بایرقتار TB2 طرابلس ته نږدې د لیبیا د ملي اردو لخوا ویشتل شوې.

 

فاییټر جیټس ورلنډ آرشيف لینک

لینک ۲ آرشيف لینک

پایله:

د فکټ کریسینډو موندنو وښودله، چې د فیسبوک کارونکو د شوې ادعا اړوند راپورونه موجود وو، خو هغه انځور چې له شوې ادعا سره خپور شوی وو، اصلاً د اوکراین او روسیې په جګړې پورې یې هیڅ تړاو نه درلود، بلکې د ترکیې اړوند یوه بې پیلوټه الوتکه وه، چې د لیبیا د اردو لخوا وېشتل شوې وه او انځور یې په کال ۲۰۱۹ دېسمبر کې خپور شوی وو.

کلیدي کلمې:

روسیه، اوکراین، ترکیه، لیبیا، ډرون.

Keywords

Russia, Ukraine, Turkey, Libya, Drone.

Claim :  په ټولنیزو رسنیو کې د روسیې اوکرایین د جګړې په تړاو، خپور شوی انځور پخوانی او بې تړاوه دی.
Claimed By :  تازه خبرونه
Fact Check :  MISLEADING
Tags:    

Similar News