ایا رېښتیا هم پخوانی طالب چارواکی ملا عبدالسلام ضعیف طالبانو وهلی دی؟

Update: 2024-09-28 06:43 GMT

ملا عبدالسلام ضعیف، چې د طالبانو د لومړي رژیم پر مهال یې اسلام اباد کې د سفیر په توګه دنده ترسره کړې او د طالبانو له پخوانیو چارواکو یوه پېژندل شوې څېره شمېرل کیږي، اوس یې په اړه په ټولنیزو رسنیو کې داسې ادعا کیږي، چې ګواکی نوموړی په یو چیکپواینټ (تالاشي ځای) کې د طالبانو له لوري وهل شوی دی.

د ملا عبدالسلام ضعیف یو انځور، چې سترګه یې په ټپي حالت کې لېدل کیږي، د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر کاروونکو خپور کړی او ورسره یې لیکلي، چې طالبانو خپل پخوانی ملګری یا غړی وهلی دی.

تاسې کولی شئ، چې د ملا عبدالسلام ضعیف په اړه د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو ایکس پوسټونه او د هغوی ادعاوې د بېلګې په توګه مشاهده کړئ:

د «کمپ ټکي کام» په نوم یو ایکس پوسټ کې وینئ، چې د ملا عبدالسلام ضعیف یو انځور سره یې ادعا کړې، چې لیکلي یې دي «طالبانو په یو چک پواینټ کی خپل یو مشر (ملا ضعیف) وهلی ډبولی ده».

X-Postارشیف

همدا راز د «خراساني» په نوم یو بل ایکس کاروونکي هم ورته ادعا کړې او د هغه د یو انځور له خپرولو سره یې لیکلي دي، «طالبانو پخوانی طالب چارواکی ملا عبدالسلام ضعیف هغه مهال سخت ووهلو، کله چې نوموړي د طالب ځواکونو سره لفلظي شخړه رامنځته شوه».

X-Postارشیف

په هر صورت، د فکټ کریسنډو موندنې ښیي چې پخوانی طالب چارواکی ملا عبدالسلام ضعیف د طالبانو له لوري په کوم چیک پواینټ کې ندی وهل شوی، بلکې د نوموړي یو پخوانی اصلي انځور د ai (مصنوعي ځېرکتیا) په واسطه ایډیټ شوی او د نوموړي په اړه د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ادعا حقیقت نلري.

د حقېقت څېړنه:

موږ لومړی د ادعا اړوند کلیدي توري په ګوګل سرچ انجن کې ولټول، تر څو د ملا عبدالسلام ضعیف په اړه وروستي مالومات پیدا کړو. بیا مو د ملا عبدالسلام ضعیف له ایکس پاڼې هم لېدنه وکړه او همدا راز پر هغه انځور مو ګوګل ایمیج لټون او (ai ایمیج ډیټیکټر) پلی کړ، چې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ورسره غیر حقیقي ادعا کړې وه. موږ وموندله چې د اصلي انځور یوه برخه په ځانګړې توګه د هغه سترګه د ai په واسطه ایډیټ شوې او داسې ښکاري لکه هغه چې په سترګه باندې ګوزار خوړلی وي، چې په حقیقت کې داسې نده.

تاسې کولی شئ، چې په لاندې توګه د اصلي او د ai په واسطه د ایډیټ شوي انځور توپیر مشهاده کړئ:

تر ټولو لومړی تاسې کولی شئ، چې د دې ادعا او انځور په اړه خپله د ملا عبدالسلام ضعیف هغه پوسټ وګورئ، چې د خپل ایکس اکونټ څخه یې خپور کړی او د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو ادعا یې رد کړې ده.

X-Postارشیف

همدا څېر همدغه انځور چې اوس پکې د ai په واسطه لاسوهنه شوې ده، اصلي انځور یې په ۲۰۲۲ کال کې د عبدالرحمان محمود په نوم یو ایکس کاروونکي له خپل اکونټ څخه هم خپور کړی او د هغه ستاینه یې کړې ده.

X-Postارشیف

تاسې کولی شئ چې د ai ایمیج ډیټیکټر هغه پایلې هم وګورئ چې موږ پر دواړو انځورونو پلی کړی دی. هلته په ډاګ ښکاري، چې اصلي انځور باندې د ai په واسطه لاسوهنه شوې ده.

لاندې اصلي انځور کتلی شئ:

لاندې د ai په واسطه ایډیټ شوی انځور کتلی شئ:

پایله:

پخوانی طالب چارواکی ملا عبدالسلام ضعیف د طالبانو له لوري په کوم چیک پواینټ کې ندی وهل شوی، بلکې د نوموړي یو پخوانی اصلي انځور د ai (مصنوعي ځېرکتیا) په واسطه ایډیټ شوی او د نوموړي په اړه د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ادعا حقیقت نلري. د فکټ کریسنډو څېړنو وموندله چې د ملا عبدالسلام ضعیف اصلي انځور یوه برخه په ځانګړې توګه د هغه سترګه د ai په واسطه ایډیټ شوې او داسې ښکاري لکه هغه چې په سترګه باندې ګوزار خوړلی وي، چې په حقیقت کې داسې نده.

Claim :  پخوانی طالب چارواکی ملا عبدالسلام ضعیف طالبانو وهلی دی.
Claimed By :  Social media users
Fact Check :  ALTERED
Tags:    

Similar News