ویډیو: آیا د دې پوځي ټانګ د ویشتلو دغه ویډیو د اسرائیلي ځواکونو د ټانګ ده؟

Update: 2024-10-04 13:02 GMT


کله چې د 2023 کال اکتوبر په 7مه نېټه حماس پر اسرائیلو یو ناڅاپي او حیرانوونکی برید وکړ، له هغې وروسته له فلسطین، لبنان او ایران سره د اسرائیلو شخړې سختې او زیاتې شوې. په همدې لړ کې په ټولنیزو رسنیو کې ګڼ شمېر انځورونه او ویډیو ګانې له ناسمو ادعاوو سره خپریږي. اوس تازه د ټولینزو رسنیو یو شمېر کاروونکو یوه ویډیو خپره کړې، چې په ویډیو کې ښکاري یو جنګي ټانک په نښه کیږي او له منځه ځي. له دې ویډیو سره د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر کاروونکو ادعا کړې، چې ګواکې دا د اسرائیلو پوځي ټانک دی او لبنان ته داخل شوی، چې بیا وروسته په نښه شوی او له منځه وړل شوی دی. خو دغه ویډو اصلاً د اسرائیلو او لبنان ترمنځ روانې شخړې پورې هیڅ تړاو نلري، بلکې د روسیې او اوکراین په جګړې پورې اړوند ده.

د یادوونې وړ ده، چې دغه ټانک روسي (T-90M) ماډل دی او د اوکراین په ختیځ (Makiivka) نومي ښار کې د اوکرایني ځواکونو له لوري په 2023 کال اکتوبر میاشت کې ویشتل شوی وو.

د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر کاروونکو په خپلو پوسټونو کې له یادې ویډیو سره لیکلي: «اسرئیلي ټانګونه لبنان ته ننوتل خو بيا څه په وشول په دې ويډيو کې يې کتلی شئ...».

د ټولنیزو رسنیو دغو کاروونکو له ادعا هدف دا دی، چې د اسرائیلو پوځي ټانګونه د لبنان خاورې ته داخل شوي او بیا وروسته په دغه ډول ویشتل شوي، څنګه چې په ویډیو کې ښکاري.

تاسې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو پوسټونه په لاندې توګه کتلی شئ:



په هر صورت، د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، هغه ویډیو چې پکې ښکاري یو پوځي ټانګ په نښه کیږي، د اسرائیلو او لبنان شخړې پورې هیڅ تړاو نلري، بلکې دغه پوځي ټانک، چې روسي (T-90M) ماډل دی، د اوکراین په ختیځ (Makiivka) نومي ښار کې د اوکرایني ځواکونو له لوري په 2023 کال اکتوبر میاشت کې ویشتل شوی وو.

د حقېقت څېړنه:

موږ لومړی د اسرائیلو او لبنان وروستیو شخړو اړوند کلیدي توري وپلټل او بیا موږ د وایرل شوې ویډیو یو منظم سکرین شاټ (تمبنل) په ګول ایمیج کې سرچ کړ. په پایله کې موږ وموندله، چې وایرل شوې ویډیو د بېلا بېلو خبري رسنیو له لوري په ۲۰۲۳ کال اکتوبر میاشت کې خپره شوې ده، چې د یادو رسنیو د راپورونو له مخې دغه پوځي ټانک روسي (T-90M) ماډل دی او د اوکراین په ختیځ (Makiivka) نومي ښار کې د اوکرایني ځواکونو له لوري په 2023 کال اکتوبر میاشت کې ویشتل شوی وو.

Daily Mail د یاد روسي (T-90M) ماډل دغه ټانک د ویشتلو په اړه لاندې ویډیوي راپور خپور کړی:

Full View


همدا راز The Telegraph نومي یوټیوب خبري چینل هم د دې پېښې ویډیوي راپور خپور کړی، چې تاسې کولی شئ مشاهده یې کړئ:

Full View

د Russo-Ukrainian Warspotting ویبپاڼې د همدې پېښې په اړه جیو لوکیټ او د ټانک دماډل مالومات هم خپاره کړي دي تاسې کولی شئ، د نورو مالوماتو لپاره ورڅخه (دلته) لېدنه وکړئ.


د Defense blog ویبپاڼې هم د همدې پېښې په اړه جزیات خپاره کړي، د دوی د خپل راپور په عنوان کې لیکلي: «اوکرایني ځواکونو د روسیې تر ټولو پرمختللی ټانک ویجاړ کړی...». د دې راپور بشپړ لوستلو لپاره (دلته) کلیک وکړئ.


دې ته د ورته حقیقتونو په اړه د فکټ کریسنډو د نورو موندنو د لوستلو لپاره (دلته) او (دلته) کلیک وکړئ.

پایله:

هغه ویډیو پکې ښکاري یو پوځي ټانګ په نښه کیږي، د اسرائیلو او لبنان شخړې پورې هیڅ تړاو نلري، بلکې دغه پوځي ټانک، چې روسي (T-90M) ماډل دی، د اوکراین په ختیځ (Makiivka) نومي ښار کې د اوکرایني ځواکونو له لوري په 2023 کال اکتوبر میاشت کې ویشتل شوی وو.

یادوونه: ایا د فکټ کریسنډو دغې سټوري، کوم انځور، ویډیو، یا ادعا ډیلیټ شوې ده؟ موږ یې سکرین شاټونه ارشیف کړي دي چې (دلته) یې پیدا کولی شئ.


Claim :  د اسرائیلو ټانکونه د لبنان خاورې ته له ننوتلو وروسته ویجاړ شوي دي.
Claimed By :  Social media users
Fact Check :  FALSE
Tags:    

Similar News