په خوست کې د تازه تاوتریخوالي په توګه پخواني او غیر اړونده انځورونه شریک شوي

Update: 2024-09-12 11:54 GMT


په دا وروستیو کې، چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په خوست کې د نښتو راپورونه ورکړل شول، نو اوس د فیسبوک ځینو کاروونکو له دې ادعا سره، چې خوست ته د پاکستاني پوځ پر وړاندې د جګړی لپاره تازه ځواکونه رسیدلی، بې تړاوه انځورونه خپاره کړي دي.

تاسو کولی شئ لاندې د فېسبوک کاروونکو یو څو پوسټونه وګورئ:




  فیسبوک پوسټ   آرشیف لینک

په هر صورت، د فکټ کریسنډو موندنې ښیي چې د فېسبوک کاروونکو له دغو غیر حقیقي ادعاګاوو سره شریک شوي انځورونه پخواني او غیر اړوند دي.


د حقیقت معاینه:

موږ په انټرنیټ کې د ټولنیزو رسنیو یادې ادعا اړوند کلیدي کلېمې ولټولې، او ومولېدل، چې په خوست کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتو راپورونه ورکړل شوي، خو راپورونو کې هغه ډول خبر نه لېدل کیږي، څنګه چې د فیسبوک یو شمېر کاروونکو ادعا کړې. همدا راز موږ له ادعا سره پر شریک شویو انځورونو د ګوګل ایمیج ریورس سرچ پلی کړ او موږ وموندله، چې شریک شوي انځورونه پخواني دي او همدا راز د خوست له وروستیو شخړو سره هیڅ تړاو نلري. 

لومړی انځور:

هغه انځور چې د فیسبوک یو شمېر کاروونکو د خوست د جګړې په تړاو له یوې غیر حقیقي ادعا سره خپور کړی، موږ وموندله، چې دغه انځور د ۲۰۲۱ کال می میاشت کې د ډایلي سباح (Daily Sabah) ویب پاڼې خپور کړی او ورسره یې لیکلي، چې د ATAK نومې هلیکوپټر کې یو ځانګړی سیسټم رامنځته شوی. 

تاسې کولی شئ لاندې سکرین شاټ مشاهده کړئ:



 

Archived Link  Daily Sabah

دوهم انځور: 

د دوهم انځور په اړه هم موږ د ګوګل ریورس ایمیج سرچ په واسطه وموندله، چې دا انځور هم پخوانی دی او د خوست له وروستیو نښتو سره کوم تړاو نلري، بلکې د ۲۰۱۹ م کال د اکتوبر په ۱۷ مه د فایننشل ایکسپریس په نوم ویبپاڼي خپور کړی او د ۱۵۵ ملي متر دانهش ټویډن نظامي اصلحه ډوله سیسټم دی.  


 

Archived Link  Financial Express

پایله:

د خوست د وروستیو نښتو په تړاو د خپرو شویو انځورونو او ادعا په اړه د فکټ کریسنډو موندنو وښودله، چې له پاکستاني ځواکونو سره د جګړې په نوم خپاره شوي انځورونه بې تړاوه او پخواني دي. 

 

Claim :  خوست کې له پاکستاني ځواکونو سره د جګړې په نوم د تازه ځواکونو او اصلحو خپاره شوي انځورونه بې تړاوه او پخواني دي.
Claimed By :  Social media users
Fact Check :  MISLEADING
Tags:    

Similar News