افغانستان ته د محمد اشرف غني د راستنېدو په اړه یو ځل بیا ادعا شوې.
د تېر په څېر یو ځل بیا په تولنیزو رسنیو کې د فیسبوک یو شمېر کاروونکو ادعا کړې، چې ګواکې د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني خپل هېواد ته راستون شوی دی.
پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني د ۲۰۲۱ کال اګسټ میاشتې له ۱۵مې سره سم له هېواد څخه ولاړ او د راپورونو په اساس نوموړی په متحده عربي اماراتو کې ژوند کوي.
د یادوونې وړ ده، چې د محمد اشرف غني د بیرته راتګ په اړه دا ډول ادعاووې څو – څو ځله شوي، خو تر دې مهاله ټولې دغه ادعاووې غیر حقیقي او دروغ ثابتې شوي دي.
تاسو کولی شئ لاندې د فیسبوک یو شمېر کاروونکو ادعا وګورئ:
د «پښتو خبرونه» په نوم دغه فیسبوک پاڼه کې د پوسټ له مخې د یو انځور په خپرولو سره لیکلي، چې غني بابا همدا اوس راورسید. البته دلته د «را ورسیېد» کلېمې څخه د دوی هدف افغانستان ته د هغه راتګ دی، په داسې حال کې چې پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له هغه وروسته چې د طالبانو د دویم ځل واکمنېدو سره سم له هېواده ولاړ، بیا ندی راغلی.
په هرصورت، د فکټ کریسینډو موندنې ښیي، چې په ټولنیزو رسنیو کې د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د بیا راتګ په اړه وروستۍ ادعا هم دروغ ده او ستاسې د پوهاوي لپاره باید یادوونه وکړو، چې دغه ډول غیر حقیقي او د دروغو ادعاوې د ټولنیزو رسنیو کاروونکي تر ډېره د خپل لایک او کمنټس لپاره او همدا راز د خلکو د خطا ویستلو لپاره کوي.
د حقیقت معاینه:
موږ لومړی د پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني په اړه د شوې ادعا اړوند کلیدي کلېمې وپلټلې، تر څو د نوموړي په اړه وروستي راپورونه او مالومات پیدا کړو. موږ همدا راز د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د ټولنیزو رسنیو اکاونټونو څخه هم لېدنه وکړه او بیا مو د دې سربیره له شوې ادعا سره پر شریک شوي انځور د ګوګل ایمیج لټون هم پلي کړ.
پر شریک شوي انځور د ګوګل ایمیج سرچ په پلي کولو سره موږ وموندله، هغه انځور چې په ټولنیزو رسنیو کې د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د بیرته راتګ له وروستۍ ادعا سره شریک شوی، د ۲۰۱۶ کال نومبر میاشتې په ۲۷مه نیټه د نیویارک ټایمز ویبپاڼې لخوا د خپور شوی.
د Newyork Times ورځپاڼې لینک ارشیف لینک
پایله:
له پورتنیو څېړنو څرګنده شوه، چې پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني وروسته له هغې چې په ۲۰۲۱ کال اګسټ میاشت کې له هېواد څخه ولاړ، بیا ندی راستون شوی او د نوموړي د بیرته راتګ په اړه وروستۍ ادعا هم دروغ ده.
کلیدي کلمې:
پخوانی ولسمشر، محمد اشرف غني، بیا راتګ
Keywords:
Ashraf Ghani, Former President, Return to Afghanistan