د محمد اشرف غني ایډیټ شوی انځور د تازه انځور له ادعا سره خپور شوی.

Update: 2024-09-07 11:18 GMT

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني، چې د PTM (پښتون ژغورنې غورځنګ) په ملاتړ یې وخت – نا – وخت په مستقیم او غیر مستقیم ډول څرګندوونې کړي دي، اوس د ټولنیزو رسنیو یو شمېر محدودو کاروونکو د نوموړي یو پخوانی انځور، چې د ایډیټ په واسطه پکې لاس وهنه شوې او ده ته پکې د PTM یا منظور پښتون پورې اړوند سره خولۍ ور په سر شوې ده، د تازه انځور له ادعا سره خپور شوی دی. د پښتون ژغورنې غورځنګ یا منظور پښتون پورې اړوند سور رنګ دغه خولۍ په سر کول له منظور پښتون څخه د ښکاره ملاتړ مانا ورکوي.

تاسې کولی شئ، چې په ټولنیزو رسنیو کې د څو کاروونکو له لوري لاندې پوسټونه مشاهده کړئ:



1. Archive linkFacebook post link

2. Archive linkFacebook post link

3. Archive linkTwitter post link


په هر صورت، د فکټ کریسنډو موندنې ښیي چې، د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني دغه انځور چې په پورته پوسټونو کې ښکاري، تازه انځور ندی، بلکې ایډیټ شوی دی او د ایډیټ په واسطه د منظور پښتون په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ پورې اړوند د سور رنګ لرونکې ځانګړې خولۍ ور په سر شوې ده.

د حقېقت څېړنه:

موږ لومړی د انټرنیټ په بېلا بېلو سرچ انجنو کې د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني تازه انځورونو او دې ته اړوند نورې کلېدي کلېمې وپلټلې. بیا موږ د پخواني ولسمشر اشرف غني له رسمي فیسبوک پاڼې څخه لېډنه وکړه هلته موږ وموندله، چې د همدې انځور اصلي بڼه د پخواني ولسمشر اشرف غني له فیسبوک پاڼې څخه په کال ۲۰۲۳ کې له یوه غږیز پیغام سره خپره شوې. په اصلي انځور کې ښکاري، چې د پخواني ولسمشر اشرف غني پر سر د PTM خولۍ نشته.

تاسې کولی شئ، چې لاندې د پخواني ولسمشر اشرف غني اصلي او ایډیټ شوی انځور پرتله کړئ:

اصلي انځور:

د پخواني ولسمشر اشرف غني اصلي انځور د هغه له رسمي فیسبوک پاڼې څخه په ۲۰۲۳ کال اپریل میاشت کې له یوه غږیز پیغام سره خپور شوی، چې په دغه غږیز پیغام کې پخوانی ولسمشر خپلو هېوادوالو ته د کوچني اختر مبارکي وایي.



د پخواني ولسمشر غني د پوسټ لینکد ارشیف لینک

اوس په لاندې انځورونو کې تاسې د اصلي انځور ایډیټ شوې بڼه هم کتلی شئ، چې ورسره د ټولنیزو رسنیو کاروونکو له لوري ادعا شوې، چې ګواکې دا د پخواني ولسمشر غني تازه انځور دی او په ایډیټ شوي انځور کې ښکاري، چې هغه ته د PTM سور رنګ خولۍ ور په سر شوې ده.



د پورته سکرین شارټونو ارشیف لینک

 پایله:

د فکټ کریسنډو موندنو وښودله، چې د پخواني ولسمشر اشرف غني دغه انځور نه یوازې چې نوی ندی، بلکې ایډیټ شوی هم دی او د ټولنیزو رسنیو یادو کاروونکو هغه ادعا چې ګواکې دا د پخواني ولسمشر غني تازه انځور دی، حقیقت نلري.


 


Tags:    

Similar News