ادعا

یوه نقاشي د سپټمبر میاشتې راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې شریک شوی دی او ادعا شوې چې دا نقاشي چې د کرېشنا او پانډاو په اړه دی، د پنجشیر په یوه ماڼۍ کې شتون لري. په فېسبوک پست کې ویل شوی چې ګنې دا نقاشي د مهابهاراتا دورې پورې اړه لري چې د ګندهارا پادشاهۍ لړۍ اړوند دی.

Facebook Archive

پوسټ ادعا کړې:

دا نقاشي په پنجشیر ماڼۍ کې د لرغوني ګندهارا سلطنت پورې اړه لري، کوم چې د اوسني افغانستان یوه برخه ګڼل کیږي. د فېسبوک پست په خبره، « پنجشیر» چې د پنځو زمریانو مانا ورکوي، په حقیقت کې د پنځه پانډاو وروڼو په ویاړ جوړ شوی دی. فېسبوک پست ویلي: «دا ځای په پخوانیو دورو کې او حتی د بودیزم په دور کې د هند سلطنت یوه برخه وه. وروسته شیعه مسلمانانو پر دې ځای برید وکړ چې په اسلامي سلطنت یې بدل کړ. په دې ځای کې د هندوانو معبدونه ( عبادت ځایونه) شتون درلود. ان مسلمانان د هندوانو اثار او مرغلرې یې لمنځه نه وو وړی. اوس چې په افغانستان کې سني طالبان واک ته رسیدلي دي نو هغه مورخین چې د بهارت له تاریخ څخه باخبر دي، وېره لري چې د هندوانو دا اثار به لمنځه یوړل شي.

ورته پوسټ په ورته سرلیک سره په ټولنیزو رسنیو کې په سلګونو ځله شریک شوی دی.

تاسو کولی شئ لاندې ځینې پوسټونه وګورئ:

Facebook Shares

Twitter Share

Twitter Archive

حقیقت موندنه

مونږ په دې اړه پلټنه وکړه او ومو موندله چې دا ادعا ناسمه ده. دا نقاشي د پنجشیر په هېڅ ماڼۍ کې شتون نه لري. مونږ پر دې انځور د ګوګل د عکسونو پلټنه تر سره کړه. په پایله کې څرګنده شوه چې دا نقاشي په سینټ پیټرزبورګ کې د روسیې وېبپاڼه په SPb هن ګالري ( SPb Art Gallery) کې خپور شوی وو. په وېبپاڼه کې ورته انځورګري له نورو انځورګریو سره یو ځای لیدل کیږي.

SPb Art Gallery 1 Archive

د وېبپاڼې په وینا، دا نقاشي د روسیي نقاش راسیکناډا هنري اثر دی او د نقاشۍ سرلیک یې «کرشنا او پانډاو» دی. دا انځورګري په ۱۹۹۹ میلادي کال کې تر سره شوی دی. دا هنرمند په خپله فېسبوک پاڼه کې ویلي چې د انځورګري دا اثر یې د خپل ذهني تصور له مخې نقاشي کړی او د پنجشیر پورې اړه نه لري.

Facebook Archive

اوس څرګنده شوه چې دا نقاشي په افغانستان کې د پنجشير پورې تړاو نه لري او د یوه روسي انځورګر هنري کار دی.

مهاباراتا په اړه

مهاباراتا یو حماسي نظم دی چې د هندو مذهب د مقدس متنونو څخه ګڼل کیږي او په سانسګریت ژبه باندې لیکل شوی دی.

کرېشنا د دوارکا پادشاه او او پنځه پانډاو د لرغوني هستیناپور د سلطنت شهزادګانو څخه وو.

تاسو کولی شئ د لاندې لینک له لارې د مهاباراتا په اړه نور مالومات ولولئ:

https://en.wikipedia.org/wiki/Mahabharata

پایله

د پورتنیو پلټنو له مخې، ویلای شو ووایو چې د کرېشنا او پانډاو نقاشي په پنجشیر کې شتون نه لري او نه هم د پنجشیر ولایت پورې اړه لري. دا د یوه روسي هنرمند راسیکناډا هنري اثر دی.

Avatar

سرلیک: د کرېشنا او پانډاو نقاشي د پنجشیر په ماڼۍ کې شتون نه لري

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False