د ټولنیزو رسنیو ځیني کاروونکو د درې غبرګونې نجونو انځور یې خپور کړی او ادعا یې کړې چې ګنې دا درې خویندې قرآن کریم یې حفظ کړی دی.

ادعا

د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو د درې نجونو انځور په خپرولو سره لیکلي: «درې ګونې خویندې هر یوه اسرا، آلا او ضحی چې د بیت المقدس اوسیدونکې دي، درې واړو د الله تعالی د کتاب حفظ بشپړ کړ».

د «عتیق غیرت» په نوم د فېسبوک یوه کاروونکي دا پست یې په یو ګروپ کې کړی دی. دا پست ۱۰۰۰ ځله لایک (خوښ) شوی او له نورو سره ۲۱ ځله شریک شوی دی.

فېسبوک/ آرشیف لېنک

د «افسانه ریحانه» په نوم د فېسبوک یوې بلې کاروونکې هم ورته پست یې کړی دی.

فېسبوک/ آرشیف لېنک

حقیقت موندنه
مونږ پر دغه انځور باندې د ګوګل د انځورونو برعکس پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې دا درې غبرګونې خویندې د کانکور په ازموینه کې بریالۍ شوې دي. دا انځور په ۲۰۱۶ کال کې په ‘www.maslak.wata.cc’ وېبپاڼه کې خپور شوی دی.

په راپور کې راغلي چې دا درې خویندې اسرا، آلا او ضحی نومیږي چې د فلسطین اوسیدونکې دي. اسرا د ۹۶،۸ سلنو نمرو په تر لاسه کولو سره انجینیرۍ، آلا د ۹۵،۱ سلنې او ضحی د ۹۴،۸ سلنې نمرو په اخستلو سره طبي علومو ته بریالۍ شوې دي. په راپور کې دا نه دی ویل شوي چې ګنې دوی قرآن کریم یې حفظ کړی وي.

وېبپاڼه/ آرشیف لېنک

پایله

دا درې غبرګونې نجونې قرآن کریم یې نه دی حفظ کړی. دوی د کانکور په ازموینه کې بریالۍ شوې دي.

Avatar

سرلیک: آیا دا درې خویندې قرآن کریم یې حفظ کړی؟

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: Partly False