
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د پاکستان د مري سیمې قربانیانو انځورونه خپاره کړي او ادعا یې کړې چې ګواکې دا کسان د افغانستان په سالنګ کې د واورې له امله مړه شوي دي.
زمونږ موندنې ښيي چې د قربانیانو دا انځورونه د پاکستان د مري سیمې پورې تړاو لري چې د درنې واورې له امله مړه شوي وو. په دې وروستیو کې په سالنګ کې داسې کومه پېښه نه ده را منځ ته شوې.
ادعا
د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د روان میلادي کال د جنورۍ په ۸مه ادعا کړې چې ګواکې یو شمېر کسان په سالنګ کې د واورو له امله مړه شوي دي.
تاسو کولی شئ چې لاندې ورته فېسبوک پسټ وګورئ:

حقیقت موندنه
مونږ د حقیقت موندنې لپاره پر نوموړي انځورونو باندې پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې دا انځورونه د هغو کسانو پورې تړاو لري چې د پاکستان په مري سیمه کې څو ورځې وړاندې د درنې واورې له امله مړه شوي وو.
دا کسان په سالنګ کې د واورو له امله نه دي مړه شوي.
تاسو کولی شئ چې د مري اړوند د قربانیانو دا وېډیو وګورئ چې د یوه پاکستاني کاروونکي له خوا خپره شوې ده.
په دې پېښه کې لږ تر لږه ۲۲ کسان د درنې واورې له امله مړه شوي دي. ډېری قربانیان سیلانیان وو. د پنجاب حکومت د دغه پېښې له امله بېړڼی حالت اعلان کړی دی.
د نورو جزیاتو لپاره کولی شئ چې د «بي بي سي پښتو» دا راپور وګورئ:
د یادولو ده چې په دې وروستیو کې هېڅ څوک د واورې له امله د افغانستان په سالنګ کې نه دی مړ شوی.
پایله
له پورتنیو پلټنو څخه څرګندیږي چې د واورې له امله د قربانیانو دا انځورونه د پاکستان مري سیمې پورې تړاو لري.
په دې وروستیو کې په سالنګ کې د واورې له امله څوک نه دي مړه شوي.

سرلیک: د واورې له امله د پاکستان د مري سیمې قربانیانو انځورونه د سالنګ د قربانیانو په توګه خپاره شوي دي
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False