
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکي لیکلي دي چې د کابل کارته مامورین سیمه کې چاودنه شوې ده. دغه کاروونکي یو عکس یې خپور کړی دی چې په هغه کې د سړک پر غاړه تور لوګی او اور لیدل کیږي.
ټولنیزې رسنۍ
د ټولنیزو رسنیو ځیني پاڼې او کاروونکي د فبرورۍ پر ۲۵مه د تازه خبر په توګه لیکلي دي چې د کابل کارته مامورین سیمه کې چاودنه شوې.
د فېسبوک د یوې پاڼې پوسټ چې کارته مامورین کې د چاودنې په اړه یې لیکلي
د فېسبوک یوه بله کاروونکې هم ورته خبره کړې ده او دا عکس یې خپور کړی دی چې ګنې د کارته مامورین سیمه کې چاودنه را منځ ته شوې.
د فېسبوک د یوه کاروونکې پوسټ
د پېښې ارزونه
فاکت کرېسیندو- افغانستان دغه پېښه یې ارزولې، تر څو مالومه کړي چې ایا په رښتیا هم دا چاودنه وه او که نه. «کابل نیوز» په دې اړه د پېښې له سیمې څخه یو رپورټ چمتو کړی دی چې په کې لیدل کیږي دا پېښه چاودنه نه بلکې د اعتراض کوونکي له خوا د اور لګېدل ده. د رپورټ پر اساس، د کابل کارته مامورین د سیمې یو شمیر تیږي خرڅوونکي (سنگ فروشان) د اعتراض په توګه سړک یې بند کړی او د موټر ټایرونو ته یې اور اچولی دی.
په رپورټ کې راغلي دي چې د کارته مامورین د سیمې تیږي خرڅوونکي او یوه زورواکي تر منځ د ځمکې پر سر شخړه را منځ ته شوې ده. د دوی په خبره چې نوموړی کس د دوی ځمکه یې غصب کړې.
تیږي خرڅوونکي د کابل کارته مامورین سیمه کې د اعتراض په ډول سړک یې بند کړی او ټایرونو ته یې اور اچولی
ځیني نورې رسنۍ بیا د کابل د پولیس له قوله ویلي چې دا پېښه چاودنه نه بلکې د تیږو خرڅوونکو تر منځ شخړه وه چې په کې یو تن ژوبل شوی دی.
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر نور کاروونکي هم د پولیسو له قوله ویلي دي چې دا پېښه چاودنه نه، بلکې د تیږي خرڅوونکو په واسطه اور لګېدنه وه.
د فېسبوک د یوه کاروونکي پوسټ
پایله
د ټولنیزو رسنیو کاروونکو له خوا چې کومه ادعا د فبرورۍ پر ۲۵مه د کابل کارته مامورین چاودنې په اړه شوې، ناسم دی. په دې سیمه کې چاودنه نه ده شوې. تیږي خرڅوونکي د اعتراض په توګه سړک یې بند کړی وو او ټایرونو ته یې اور اچولي وو.