سي ان ان (CNN) ته اړوند هغه سکرین شاټ چې ګواکې طالبانو د ښځینه میاشتنی عادت د پاکوالي دستمالونو پر کارونې باندې بندیز لګولی، ناسم دی

False International

ادعا

د «سي ان ان» شبکې پورې اړوند د یو راپور سکرین شاټ په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس شوی دی. په دې راپور کې ویل شوی چې ګنې طالبانو د ښځینه میاشتنی عادت د پاکوالي پر کاغذي دستمالونو بندیز لګولی دی، ځکه چې د شریعت له مخې د دې کاغذونو استعمال ناروا دی. د دې راپور په سرلیک کې لیکل شوی: « طالبان په افغانستان کې د ښځینه میاشتنی عادت د پاکوالی پر کاغذونو بندیز لګولی، ځکه چې د شریعت خلاف عمل دی».

د پست په متن کې راغلی: « ځیني کسان شته چې طالبان د چاپیریال ساتنې او پرمختګ پلویان بولي».

د اصلي پوسټ لیدو لپاره   ـ   Twitter    Archive 

دا عکس له تیرې میاشتې راهیسې په فیسبوک او ټویټر کې څو ځله شریک شوی دی. انځور په بشپړ ډول ناسم او ګمراه کوونکی دی.

Facebook 1   Archive 1

په افغانستان کې د طالبانو له راتګ راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې ډېر شمېر ناسم خبرونه خپاره شوي دي. تاسو کولای شئ چې زمونږ د حقیقت موندنې نور راپورونه د لاندې لېنک په واسطه ولولئ.

Twitter  

Archive

حقیقت موندنه

مونږ پر دې انځور د ګوګل د تصویرونو برعکس پلټنه تر سره کړه. خو داسې ورته راپور مو ونه مونده. مونږ پر دې سربیره، په ګوګل کې د کلیدي کلمو پلټنه تر سره کړه او په دې تړاو مو هېڅ کوم خبري راپور پیدا نه کړ چې ګواکې طالبانو دې د ښځینه میاشتنۍ ناروغۍ د پاکوالي پر دستمالونو بندیز لګولی وي.

له بلې خوا مونږ په دې راپور کې د ځینو انګلیسي کلمو املایي تېروتنو ته هم پام شو، لکه: Complaint او Sanitory

دا املایي تېروتنې د راپور د سموالي په اړه پوښتنې را پیدا کوي.

په ورته مهال مونږ په دې راپور کې د « سي ان ان» لوګو یا نښان د اصلي لوګو سره پرتله کړه. په راپور کې لیدل کیږي چې د سي ان ان د اصلي لوګو سره توپیر لري. په دې راپور کې د لوګو پورې اړوند د ‘N’ توری په برعکس یا سرچپه توګه راغلی دی. د یادولو ده چې دا سکرین شاټ په ګرځنده تیلیفون کې اخستل شوی دی. 

که چېرته نور هم ځېر شو، نو د وایرال شوي سکرین شاټ په راپور کې د خبریال نوم او د راپور نېټه نه ده راغلې، په داسې حال کې چې د « سي ان ان» په اصلي راپور کې د خبریال نوم او نېټه ذکر شوی دی. 

له دې څخه څرګندیږي چې په ټولنیزو رسنیو کې د « سي ان ان» راپور فوتوشاپ شوی دی، تر څو خلک ګمراه کړي. د راپور په اړه نشر شوی سکرین شاټ جعلي دی. 

له بلې خوا خپور شوی عکس هم پخوانی دی چې د ۲۰۱۵ کال پورې اړه لري. دا انځور د «اکسپریس ټریبیون» له خوا خپور شوی دی.

Tribune    Archive 

پایله

فاکت کریسینډو موندلې چې نوموړی سکرین شاټ په ډیجیټلي توګه اېډیت شوی او ناسم دی. « سي ان ان» هم تر اوسه په دې تړاو کوم راپور نه دی خپور کړی. له بلې خوا، هېڅ داسې کوم موثق راپور نه دی خپور شوی چې ګواکې طالبان دې د ښځینه میاشتنی عادت د پاکوالي دستمالونو پر کارونې دې بندیز لګولی وي.

Avatar

سرلیک: سي ان ان (CNN) ته اړوند هغه سکرین شاټ چې ګواکې طالبانو د ښځینه میاشتنی عادت د پاکوالي دستمالونو پر کارونې باندې بندیز لګولی، ناسم دی

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *