
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د اسلام ستر پیغمبر د لور حضرت فاطمه د جامو انځور خپور کړی دی. دوی ادعا کړې ګواکې دا جامې د حضرت محمد (ص) پورې اړه لري.
زمونږ موندنې ښيي چې دا د حضرت محمد د لور فاطمې د جامو انځور دی.
ادعا
د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د جامو یو انځور خپور کړی دی. دوی ادعا کړې چې ګواکې دا د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد جامې دي.
د « پروین دورانی» په نوم یوې فېسبوک پاڼې د دې انځور په خپرولو سره لیکلې: «د محمد ص مبارک جامې وګورئ».
حقیقت موندنه
مونږ پر دغه انځور د ګوګل عکسونو برعکس پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې دا جامې د حضرت محمد پورې اړه نه لري. دا جامې په حقیقت کې د اسلام د ستر پیغمبر لور حضرت فاطمې پورې تړاو لري.
دا جامې په ترکیه کې د «توپکاپي» په موزیم کې نمایش ته اېښودل شوې ده.
فاکت کرېسیندو تر دې وړاندې په اړه یو راپور یې په دري ژبه باندې خپور کړی وو.
له بلې خوا د «النهار» په نوم وېبپاڼه او فرانس پریس خبري اژانس په دې اړه د حقیقت موندنې یو راپور خپور کړی دی. په دې راپور کې هم راغلي چې دا د حضرت محمد جامې نه دي.
په لاندې وېډیو کې کولای شئ چې د «توپکاپي» موزیم په اړه مالومات وګورئ:
په توپکاپي موزیم کې یوه برخه د اسلامي اثارو برخې ته ځانګړې شوې ده. په همدغه اسلامي اثارو کې دا جامې هم نمایش ته اېښودل شوي دي.
پایله
په ټولنیزو رسنیو کې هغه پسټ چې د جامې یوه انځور یې حضرت محمد ته نسبت ورکړی دی، ناسم دی. دا جامې د حضرت محمد د لور فاطمې پورې اړه لري. دا جامې په ترکیه کې د «توپکاپي» په یوه موزیم کې نمایش ته اېښودل شوې ده.

سرلیک: دا جامې د اسلام پیغمبر حضرت محمد پورې اړه نه لري
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False