آیا دا عکس د کابل سرکوتل سیمه کې د چاودنې اړوند دی؟

Partly False

د کابل د یوې پخوانۍ چاودنې عکس د تازه چاودنې عکس په توګه د آمریکا غږ- پښتو له خوا خپور شوی دی. د روان کال مارچ پر ۱۸مه (د کب یا حوت ۲۸مه) نېټه د کابل سرکوتل سېمه کې یوه چاودنه را منځ ته شوه چې له امله یې درې کسان مړه او ۱۱ نور ژوبل شوي دي. د دې خبر څخه وروسته د آمریکا غږ پښتو برخې همدا خبر د چاودنې یو پخواني عکس سره یو ځای خپور کړی.

په دې خبر کې د خپور شوي عکس په اړه دا نه دی ویل شوې چې ګواکې پخوانی یا د آرشیف څخه اخستل شوی تصویر دی.

Graphical user interface, application, website

Description automatically generated

د آمریکا غږ د راپور لېنک

سپیناوی

مونږ پر دې عکس د ګوګل د عکسونو برعکس پلټنې یا “GOOGLE Reverse Image” له لارې څېړنه وکړه، تر څو مالومه کړو چې دا عکس څه وخت او په کوم خبر کې نشر شوی دی.

له څېړنې څخه وروسته څرګنده شوه چې دا عکس د دهبوري سېمه کې تر یوې چاودنې وروسته د رحمت ګل په نوم عکاس له خوا اخستل شوی دی. دا چاودنه د ۲۰۲۰ کال د دسمبر پر ۲۶مه نېټه تر شوې وه چې په هغه کې د پولیسو یو موټر په نښه شوې وه.

A picture containing text, building, outdoor

Description automatically generated

دا عکس د کابل د دهبوري اړوند شهید څلورلارې سېمه کې تر چاودنې وروسته د دو چویله dw دري څانګې له خوا پخوا خپور شوی دی.

د دو چویله د راپور لېنک

پایله

د آمریکا غږ پښتو څانګې له خوا چې کوم عکس د خیرخانې سرکوتل سیمه کې د چاودنې له خبر سره یو ځای نشر شوی دی، ناسم دی. دا عکس د کابل دهبوري سیمه چاودنې پورې اړوند دی چې له دې پېښې څخه وړاندې اخستل شوي دی. د آمریکا غږ په راپور کې نه دی ویل شوی چې دا عکس له آرشیف څخه اخستل شوی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *