ایا دا پیسې په تورخم کې له ناروغ څخه ورکې شوې؟

False Medical

د ټولنیزو رسنیو ځیني کاروونکي د پاکستانۍ کلدارو یو عکس خپور کړی دی او ویلي یې دي چې د یوه ناروغ پیسې د ډاکټر له نسخو سره یو ځای موندل شوې دي.  

ادعا

د تولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکي او پاڼې د ۲۰۲۱ کال د اپریل پر ۱۰مه د پاکستانۍ روپۍ عکس خپور کړی او ادعا یې کړې چې  دا پیسې د ډاکټر له نسخو سره یو ځای د تورخم په ښارګوټي کې د یو شخص له خوا موندل شوې دي. د ټولنیزو شبکو په پسټ کې همدا راز ویل شوي دي، که چېرې دا پیسې د هر چا پورې تړاو لري نو د مقدار او د ډاکټر نوم ښودلو سره کولای شي په جلال آباد کې د غفار مجروح په نوم له یوه کس څخه تر لاسه کړي.

په پسټ کې د غفار مجروح په نوم د موبایل شمېره هم لیدل کیږي او ویل شوې چې د نښانو له ویلو پرته دا پیسې هېچا ته نه ورکول کیږي. دا پسټ په فېسبوک کې په سل هاوو ځلې شریک شوی دی.

د فېسبوک یوه پاڼه

د فېسبوک پاڼې آرشیف شوی لېنک

سپیناوی

مونږ په دغه عکس پلټنه وکړه او ومو موندله چې دا عکس د پاکستاني فېسبوک کاروونکي او پاڼو له خوا پر بېلا بېلو بڼو خپور شوی دی. ځیني په اردو ژبه لیکلي چې که هر چا د پیسو مقدار وویل نو دا پیسې به هماغه شخص ته ورکړم. دا پسټ په پاکستان کې په زر هاوو ځلې لاس په لاس شوی دی. زمونږ څېړنه دا څرګندوي چې نوموړې پیسې له کوم ناروغ څخه په تورخم کې نه دي ورکې شوې بلکې تر دې وړاندې د پاکستان ټولنیزو کاروونکي له خوا دغه عکس خپور شوی دی.

د یوه پاکستاني وګړي فېسبوک پاڼه

د فېسبوک پاڼې لېنک

د فېسبوک یو بل کاروونکی هم لیکلي چې دا خبر ناسم دی او په پسټ کې لیکل شوې شمېره هم د یوه مزدور کار دی. ده د مزدور کار له قوله ویلي چې بې ځایه زنګونه را ته مه وهئ.

د فېسبوک یوه کاروونکی

د فېسبوک د یوه کاروونکي لېنک

پایله

په ټولنیزو رسنیو کې د پاکستاني کلدارو کوم عکس چې خپور شوی دی او په کې ویل شوي چې ګنې د کوم کس له خوا د تورخم په ښارګوټي کې پیدا شوی، ناسم دی. دا پیسې د کوم ناروغ پورې تړاو نه لري.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *