دغه کوچنۍ فلسطینۍ نجلۍ اوس په کاناډا پوهنتون کې استاده نه ده

False International

يو فېسبوک پوسټ د دوو جلا جلا عکسونو سره شریک شوی دی . پوسټ ادعا کوي چې سارا، یوه فلسطینۍ نجلۍ چې کور یې په ۲۰۰۳ کال  کې د اسرائیلي پوځیانو لخوا ویجاړ شوی وو، د کاناډا په پوهنتون کې استاده شوې ده. 

خو زمونږ موندنې ښيي چې د ځوانې نجلۍ انځور د کوچني ماشومې پورې اړه نه لري. 

په ټولنیزو رسنیو کې د جعلي ادعا سره د دوه مختلف عمرونو انجونو عکسونو سره یو پوسټ شریک شوی دی.

فیسبوک پوسټ ادعا کړې:

سارا، یوه فلسطینۍ ماشومه ده، چې کور یې په  ۲۰۰۳ میلادي کال کې د اسرائیلي پوځیانو له خوا ویجاړ شوی و، چې خپل کتابونه یې ټینګ نیولي او ژاړي، اوس په ژبو کې  ماسټرۍ سند لري او د کاناډا په یوه پوهنتون کې استاده ده.

موږ په دې فېسبوک پوسټ کې د یوې کوچنۍ نجلۍ انځور ګورو چې په لاس کې یې کتاب دی او بل انځور د یوې میرمنې پورې اړه لري. داسې ادعا کیږي چې کوچنۍ نجلۍ لویه شوې او اوسمهال د کاناډا په یوه پوهنتون کې استاده ده.

تاسو کولی شئ لاندې لېنک کې پوسټ وګورئ:

Facebook   Archive link

دا انځور له بېلا بېلو ادعاوو سره خپور شوی دی. د ماشوم دا انځور څه موده وړاندې د یوې افغانې نجلۍ په توګه په کابل کې له یوې چاودنې څخه وروسته خپور شوی وو.

Twitter   Archive

د حقیقت موندنه

زمونږ موندنې را ښيي چې دا فېسبوک پوسټ ناسم مالومات خپور کړی دی. مونږ پر دواړو عکسونو باندې د ګوګل انځورونو برعکس پلټنه تر سره کړه. 

په پایله کې مو وموندله چې دا ښځه د فلسطین هېواد پورې اړه نه لري. دا مېرمن سوزان حمید مجید نومیږي چې د بغداد اوسیدونکې ده. 

هغې د سپتمبر په ۲۰۱۳ ميلادي کال  کې د «ټاک ټید» (Talk TED) خپرونه کې د خپلې بریا او په عراق کې د ښځو وضعیت په اړه خبرې کوي.

د TED TALK ویډیو لیدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Youtube  Archive 

له بلې خوا د هغې کوچنۍ نجلۍ عکس چې په لاس کې یې په ژړغونی حالت کتابونه لیدل کیږي، په بېلا بېلو وختونو کې له مختلفو ادعاوو سره یو ځای خپور شوی دی. 

که چېرته مونږ دې عکس ته ځېر شو، نو لیدل کیږي چې پر هغه باندې د یوه عکاس نوم لیدل کیږي. دا عکاس فادي ثابت نومیږي چې په عکس کې یې نوم لیدلی شو.

مونږ همدا راز وموندله چې فادي ثابت د فلسطین په غزه کې یو آزاد خبریال دی. 

نوموړي د دې کوچنۍ نجلۍ انځور په خپل انسټاګرام کې خپور کړی او لیکلي چې دا نجلۍ د غزه پورې اړه لري.

په پوسټ کې په عربي ژبه باندې لیکل شوي: 

«دا عکس چې د تعلیم او ژوند حق یوه نښه ده، شریک کړئ. د غزې تړانګې د دې کوچنۍ نجلۍ انځور شریک کړئ تر څو د آزادې نړۍ هېوادونو ته پیغام ورکړئ چې اشغال د بشریت تر ټولو ناوړه پیداوار دی. 

په ټوله نړۍ کې ماشومان خپل حقونه لري.»

 تاسو کولی شئ دا پوسټ لاندې وګورئ.

Instagram  Archive

پایله

هغه فېسبوک پوسټ چې پکې دوه انځورونه لیدل کیږي او ادعا یې کړې ګواکې یوه فلسطینۍ کوچنۍ نجلۍ چې د پوسټ له قوله اوسمهال په کاناډا کې د پوهنتون استاده ده، ناسم دی. 

په انځور کې دا دواړه کسان له یو بل سره تړاو نه لري او بېلا بېل کسان دي. 

په انځور کې ښځه له عراق څخه ده چې سوزان حمید مجید نومیږي او کوچنۍ نجلۍ له فلسطین څخه ده. 

د ښځې دا انځور د کوچنۍ نجلۍ سره هېڅ کوم تړاو نه لري.

Avatar

سرلیک: دغه کوچنۍ فلسطینۍ نجلۍ اوس په کاناډا پوهنتون کې استاده نه ده

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *