اشرف غني په دې وروستیو کې له ملا برادر سره دوحې ته نه دی تللی

په ټولنیزو رسنیو کې د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني او ملا برادر یو پخوانی عکس خپور شوی دی. له دې عکس سره ادعا شوې چې ګواکې اشرف غني د طالبانو د رییس الوزرا لومړی مرستیال ملا عبدالغني برادر سره یو ځای د دوحې ښار ته ورسېدل. زمونږ موندنې ښيي چې دا انځور د اشرف […]

Continue Reading

د دفاع پخوانی وزیر بسم الله خان له کور څخه د ډالرو موندلو ادعا په اړه یو پخوانی او نا اړوند انځور خپور شوی

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د امریکايي ډالرو څخه د صندوق (سیف) یو ډک عکس پست کړی دی. دوی ادعا کړې چې ګواکې د افغانستان د دفاع پخواني وزیر بسم الله محمدي له کور څخه ۱۰ میلیونه ډالر موندل شوي دي. په ټولنیزو رسنیو کې یو شمیر خلکو د امریکایی ډالرو څخه ډک د […]

Continue Reading

په کابل کې د چاودنې پنځه کلن پخوانی عکس د کابل عیدګاه جومات ته نږدې د وروستۍ چاودنې په توګه شریک شوی دی.

ادعا؛ یو عکس په ټولنیزو رسنیو کې  شریک شوی دی چې ادعا کوي چې  په کابل کې د عیدګاه جومات مخې ته چاودنه وشوه. يو فیسبوک پوسټ په ټولنیزو رسنیو کې د یوې چاودنې عکس سره شریکیږي چې ادعا کوي چې د کابل ښار د عیدګاه جومات په مخې ته چاودنه وشوه چې پکې درنه […]

Continue Reading

د طالب له زندان څخه د افغان ځواکونو د خوشې کېدلو پخوانی انځور په پنجشیر کې د نیول شویو طالبانو په توګه خپور شوی

له هغه راهیسې چې طالبانو په افغانستان کې واک ته رسیدلي، په ټولنیزو رسنیو کې خورا ناسم خبرونه او وېډیوګانې خپاره شوي دي.  په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو له زندان څخه د افغان ځواکونو د خوشې کېدلو یو پخوانی انځور بیاځلې خپور شوی او ادعا شوې چې ګواکې په پنجشیر کې طالبان نیول شوي […]

Continue Reading

د یوې چاودنې پخواني عکسونه په کابل کې د داعش پر پټنځای د برید په توګه خپاره شوي دي

وروسته تر هغې چې طالبانو په افغانستان کې واک ته ورسېدل، د طالبانو اړوند ډېرې ادعا ګانې په فېسبوک کې لاس په لاس شوي دي او د دوی په اړه خبرونه خپاره شوي دي.  په دې وروستیو کې یو شمېر پخواني انځورونه د رسنۍ او ټولنیزو کاروونکو له خوا خپاره شوي چې ادعا شوې ګواکې […]

Continue Reading

په ټولنیزو رسنیو کې د یونیسف په نوم اعلان شوې دندې حقیقت نه لري

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر پاڼو د «ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو نړیوال صندوق» (یونیسف) تر نامه لاندې یو شمېر دندې اعلان کړي دي چې ګواکې دا سازمان په کابل کې د بشري مرستو د رسولو لپاره ۱۶۰۰ کارکوونکو ته اړتیا لري. فاکت کرېسیندو موندلې چې د کارموندنې دا اعلان جعلي دی او د یونیسف […]

Continue Reading

په وېډیو کې داسې نه ښودل کیږي چې طالبان په افغانستان کې مسیحیان اعداموي

وروسته له هغه چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسیدل، په ټولنیزو رسنیو کې ډېر شمېر ناسم خبرونه لاس په لاس شوي دي. یوه وېډیو په ټولنیزو رسنیو کې شریکه شوې چې پکې یو شمېر کسان وژل کیږي. د وېډیو په اړه ادعا دا ده چې طالبانو په افغانستان کې عیسویان اعداموي. یو شمېر […]

Continue Reading

سي ان ان (CNN) ته اړوند هغه سکرین شاټ چې ګواکې طالبانو د ښځینه میاشتنی عادت د پاکوالي دستمالونو پر کارونې باندې بندیز لګولی، ناسم دی

ادعا د «سي ان ان» شبکې پورې اړوند د یو راپور سکرین شاټ په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس شوی دی. په دې راپور کې ویل شوی چې ګنې طالبانو د ښځینه میاشتنی عادت د پاکوالي پر کاغذي دستمالونو بندیز لګولی دی، ځکه چې د شریعت له مخې د دې کاغذونو استعمال ناروا دی. […]

Continue Reading

په انګلستان کې د الوتکې یوه وېډیو په افغانستان کې داسې خپره شوې چې ګواکې د پاکستان جېټ د پنجشیر پر سر الوتنې کوي

په انګلستان کې د جنګي جېټ یوه وېډیو چې په یوه دره کې تمریني الوتنه کوي، په ټولنیزو رسنیو کې وایرال شوې ده. د انګلستان دا دره د پنجشیر په توګه او جېټ د پاکستان جنګي الوتکې په توګه په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی دی. فېسبوک پسټ/ آرشیف لېنک د فاکت کرېسیندو موندنې ښیي […]

Continue Reading

په حجاب کې د یوه سړي انځور له طالبانو څخه د ښځو په ملاتړ غونډه کې فوتوشاپ شوی دی

په دې وروستیو کې له طالبانو څخه د یو شمېر ښځو د ملاتړ راپورونه ورکړل شوي دي. د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د سپټمبر په ۱۱مه شاوخوا ۳۰۰ ښځې چې تور حجابونه یې اغوستي وو، له طالبانو څخه د ملاتړ یوه غونډه یې د کابل د ښوونې او روزنې (شهید برهان الدین رباني) په پوهنتون کې […]

Continue Reading