
له کله راهیسې چې طالبانو په افغانستان کې واک ته رسیدلي دي، د افغانانو په ژوند کې هم بدلون راغلی دی، په ځانګړي توګه د ښځو او لږکیو په ژوند کې. د ښځو هغه محدوده آزادي چې پخوا یې درلودې، هم لمنځه تللې. د دغو ښځو له ډلې څخه یوه یې هم د افغانستان د پخواني هوایي ځواک ښځینه پیلوټه صفیه فیروزي ده.
آغلې صفیې د ټولنې ناوړه دودونو سره سره بیا هم له افغان هوایي ځواک سره یو ځای شوه چې په دې سره په هېواد کې دویمه ښځینه پیلوټه شوه. د طالبانو له راتګ څخه وروسته د هغه په اړه په ټولنیزو رسنیو کې اوازې پورته شوې چې ګنې هغه د طالبانو له خوا سنګسار شوې ده.
صفیې له مونږ سره په یوه مرکه کې د خپلو پخوانیو خوږو خاطرو په اړه ویلې او دا چې اوس څومره ناهیلې شوې ده. مخکې تر دې چې د هغې د ژوند ناوړو پېښو په هکله وغږیږو، راشئ چې د هغې د سنګسار کېدلو په اړه د ناسمو اوازو او افواهاتو په اړه څېړنه وکړو چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس شوي دي.
په ټولنیزو رسنیو کې اوازې
د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو په تویتر کې د هغه د سنګسار په اړه ناسم اوازې خپرې کړې چې ګنې هغه د طالبانو له خوا سنګسار شوې ده. دغو کاروونکو د فرخندې د وینو ډک انځور په خپرولو سره ویلي چې ګنې صفیه فیروزي سنګسار شوې ده. فرخنده ملکزاده ۲۷ کلنه نجلۍ چې په ۲۰۱۵ کال کې د یو شمېر کسانو له خوا په کابل کې قرآن کریم ته د سپکاوي په تور ووژل شوه. هغه تور چې وروسته ناسم ثابته شوه.
د صفیه فیروزي د دغو ناسمو اوازو په اړه نورو وېب پاڼو هم د حقیقت موندنې راپورونه خپاره کړي دي. د هغې د وژل کېدلو په اړه په افغانستان او ایران کې هم ناسم اوازې خپرې شوي دي چې د دغو اوازو یو مثال په لاندې توګه لیدلای شئ.

پورتنی فېسبوک پست د یوه ایراني تلویزیون «منوتو» (Manoto) له خوا شوی دی. په پست کې لیکل شوی دی: « صفیه فیروزي د هوایي ځواک د څلورو ښځینه پیلوټانو له ډلې یوه پیلوټه د طالبانو له خوا سنګساره شوه. هغه د C-208 الوتکې یوه پیلوټه وه چې د افغانستان د هوایي ځواک په برخه کې یې خپلې لوړې زده کړې تر سره کړې وې. هغې له خپلې کورنۍ سره د طالبانو له خوا د افغانستان له نیولو وروسته په ۹۰یمه لسیزه کې پاکستان ته مهاجرت وکړ خو د طالبانو د حکومت تر نسکوریدو وروسته بېرته کابل ته راغله».
دا فېسبوک پست له نورو سره نږدې ۲زره ځله شریک شوی دی.
آغلې صفیې له فاکت کرېسیندو سره په یوه ځانګړې مرکه کې د خپلو دردونو او کړاوونو په هکله ویلې. دلته یې ولولئ:
کله چې هغې د خپل د مرګ اوازو په اړه خبرې کولې، ویې ویل: « زه ژوندۍ او خوندي یم خو په افغانستان کې نه یم». « زه په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست تر ۱۴مې شپې پورې ووم. هغه مهال چې هر څه په چټکۍ بدلون وموند، زه د کابل په یو قرارګاه کې اوسېدم. مشاور مې را ته وویل چې په C-17 الوتکه کې کېنم او ژر تر ژره له افغانستان څخه وځم. له ما سره زما لور او خاوند هم په الوتکه کې کېناستل او د قطر پر لور روان شو.»
ما ان د اګست له ۱۴مې څخه وړاندې ګواښونه تر لاسه کول
صفیه وایي: « ما حتا د طالبانو له راتګ وړاندې ګواښونه تر لاسه کول او زه باید ډېر وخت په قرارګاه کې اوسېدلای وای. ما باید ډېر احتیاط کړی وای، حتا کله چې کور ته تلم.»

د امریکایي مشاورینو په مرسته مې ځان له افغانستان څخه بهر کړ
صفیه وایي چې د امریکا په مرسته وتوانیده چې له خپلې کورنۍ سره یو ځای له هېواد څخه ووځي. هغې وویل: « زمونږ امریکایي مشاورینو راسره مرسته وکړه چې په حساسه ورځ کې له هېواد څخه بهر شم. زمونږ د خپل حکومت په پرتله، امریکایان راسره ډېره مرسته وکړه.»
د خپلو همکارانو او کورنۍ په اړه مې اندېښمنه یم
صفیې د خپل مرستیال پیلوټانو او کورنۍ په هکله چې افغانستان او یا هم نورو هېوادونو کې بې سرنوشته دي، اندېښنه وښودله او وې ویل: « زما مرستیال پیلوټ او کورنۍ مې لا هم په افغانستان کې بند پاتې دي. دوی کوښښ وکړ چې د امریکا ویزه تر لاسه کړي، خو هېچا ورسره مرسته ونه کړه.»
« زه د هزاره اقلیت او یوې ښځې په توګه چې له هوایي ځواک سره یو ځای شوم، ډېرې ستونزې او کړاوونه مې وګالل. زه په هوایي ځواک کې لومړنۍ ښځینه ووم چې قوماندانه شوم او زما رتبه ډګرمن وو. زما د کورنۍ غړو په سترګو کې زما په اړه ویاړ له ورایه ځلیده خو اوس هغوی ما ته د یو ګواښ په سترګه ګوري. ځکه چې پر دوی باندې زما له امله برید کېدای شي.
زه او خاوند مې د پیلوټ په توګه لومړنی جوړه یو خو اوس زما کورنۍ په افغانستان کې بند پاتې دي. زه د هغوی په اړه اندېښمنه یم.»

کله چې صفیه الوتکې ته وختله امیندواره وه
کله چې صفیه د اګست په ۱۴مه له کابل څخه وتله، د خپل دویم ماشوم پر سر امیندواره وه. هغې باید په دغه شرایط کې له خطر څخه ډک سفر یې کړی وای. له نیکه مرغه هغه قطر ته پرته له کوم زیان څخه ورسیده. « کله چې له کابل څخه وتلم، د خپل دویم ماشوم له امله امیندواره ووم. زما دویم لور د اګست په ۲۲مه په قطر کې وزېږیده.» د ډېرو بې ځایه شویو افغانانو په څېر د هغې ماشوم هم د یوې کډوالې په توګه په یو بهرنی هېواد کې له خپلو خلکو څخه لیرې سترګې پرانېستې.»
د نورو کډوالو په څېر را سره چلن وشو
صفیې په داسې حال کې چې خپل اوسنی حالت باندې یې افسوس وکړ، په خواشینۍ سره یې وویل:«زما همکارانو راته زنګ وهل او له ما څخه یې د مرستې غوښتنه کوله خو ما هېڅ څه هم نشوای کولای. هېڅوک زمونږ د خوندیتوب په اړه دلته پوښتنه ونه کړه. ما سره د نورو کډوالو په څېر چلن کېده. زه په کابل کې د هوايي ځواک یو آفیسر او قوماندان ووم خو دلته د نورو افغانو کډوالو په څېر یوه کډواله یم.»
تېر افغان حکومت زمونږ لپاره کوم پلان نه درلود
صفیې تېر افغان حکومت یې په بې پروایۍ تورن کړه او ویې ویل: « افغان حکومت او د ملي دفاع وزارت دې حالت ته کوم پلان نه درلود. دوی ټول افغان پیلوټان یې په خپل حال پرېښودل. که زه د هغوی پر ځای وای نو هېڅکله به مې پیلوټان په داسې ناوړه وضعیت کې نه پرېښودل. ځینو یې زما په الوتکه کې ولاړل او ځیني نور یې د امریکا په الوتکه کې له هېواد نه بهر شول. خو ډېر شمېر یې پرته له کومې مرستې افغانستان کې پرېښودل شول.
زه به هغه ورځ په خپل ژوند کې هېر نه کړم
هغه د اګست ۱۴مې د خاطراتو په یادولو سره وایي چې نوموړې ورځ د « قیامت ورځ» په څېر وه. هغه ورځ چې د دې د ژوند ټول زحمتونه له اوبو سره لاهو شول.
« زه به داګست ۱۴مه په ژوند کې هېره نه کړم. پیلوټانو ته د طالبانو د راتګ په هکله خبر نه وو ورکړل شوی. هره خوا ډزې او ګډوډۍ وې. مونږ نه پوهېدلو چې څه کیسه ده. »
هغې همدا راز وویل: « ما ته دا اسانه نه وه چې یوه هزاره ښځه دې پېلوټه شي. خو ما د کلونو زحمت په پایله کې مې خپلې هیلې ته ځان ورساوه. دا زما د بریالیتوب پای نه وو. ما وشو کولای چې د خپل هېواد په کچه د پیلوټانو لومړنۍ ښځینه جنراله شم. خو د اګست ۱۴مې شپې له ما هر څه واخستل. اوس هر څه پای ته ورسیده.»

زه د افغانستان په اړه هیله منده ووم
« د طالبانو له راتګ وړاندې هم زما ژوند اسان نه وو. ما د هرې یکشنبې په ورځ باید خپله لور لیدلې وای. هغې به ما او زما خاوند ته تاکید کوله چې زه پاتې شم. هغه پوه شوې وه چې زمونږ ژوند په خطر کې دی او هغې شاید نه شوای کولای چې بیا مونږ وګوري. مګر له دې سره سره، مونږ بیا هیله مندي درلوده چې هېواد کې به مو سوله راشي او هر څه به سم شي.»
زه په جسمي لحاظ دلته یم خو ذهني پلوه په افغانستان کې اوسیږم
هغې د افغانستان کمزوري اقتصادي وضعیت ته اشاره وکړه او هغه خطر چې کورنۍ او نور خپلوان یې ورسره مخ دي. صفیه خپلې کورنۍ ته په اندیښنې سره احساساتي شوه او ویې ویل: « په افغانستان کې کار او عاید نشته. زما خپلوان په افغانستان کې له خطر سره مخ دی. دوی خپل د اوسېدلو ځای ته بدلون ورکوي، تر څو خوندي اوسي. دا حالت ما ته ډېر دردوونکی دی. زه له ذهني پلوه په کابل کې یم.»
د صفیې ماشومتوب له ستونزو څخه ډک وو او باید پاکستان ته یې کډه کړې وای. کله چې بېرته هېواد ته را ستنه شوه، هغې ډېرې لویې هیلې درلودې. هغې دغو هیلو ته ځان ورساوه او ناسمو دودونو پر وړاندې یې مبارزه وکړه. هغه پېښه چې د روان کال د اګست پر ۱۴مه را منځ ته شوه، ژوند یې بېرته شاه ته ولاړه ځکه چې بیاځلې کډوالۍ ته یې مخه کړه. د هغې تېر وخت یو خیال ته ورته ده او تر هغه وخته دا خیال ښکلی وو چې لمنځه ولاړه.