راشد خان په ترافیکي پېښه کې نه دی ټپي شوی.
په ټولنیزو رسنیو کې يو عکس له دې ادعا سره خپور شوی چې د کرېکټ لوبغاړی راشد خان له ترافیکي پېښې سره مخ شوی دی.
تاسو کولی شئ لاندې د فیسبوک پوسټ وګورئ؛
د فیسبوک پوسټ ادعا کوي چې افغان کرېکټ لوبغاړی راشد خان له موټر سره ټکر شوی دی.
په هرصورت، فیکټ کریسینډو موندنې ښیي چې د فیسبوک ادعا غلطه ده او شریک شوی عکس پخوانی دی.
د حقیقت معاینه؛
د ټولنیزو رسنیو ادعا او د شریک شوي عکس تر شا د حقیقت موندلو لپاره، موږ په شریک شوي عکس کې د ګوګل د عکس العمل لټون پلي کولو سره خپلې پلټنې پیل کړې. د پلټنو په ترڅ کې موږ وموندله چې یوپخوانی عکس د دې ادعا سره شریک شوی چې راشد خان د موټر ټکر سره مخامخ شوی.
زمونږ د پلټنو په پایله کې مالومه شوه چې د موټر دا عکس د راشد خان پورې تړاو نه لري. د موټر دا عکس پخوانی دی او د یوې ټرافیکي پېښې پورې اړه لري چې په ۲۰۲۱ میلادي کال کې په امریکا کې شوې وه.
دا عکس د یوه راپور سره د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په میاشت کې خپور شوی دی. په راپور کې راغلي دي چې یو تن د موټر ټکر له امله ټپي شوی دی. دا موټر د یوه بار وړونکي ټریلر ډوله موټر سره ټکر کړی وو.
همدارنګه موږ د ادعاوو د تایید لپاره د راشد خان د ټولنیزو رسنیو اکونټ له لارې سکرول کړی. موږ ولیدل چې راشد خان په ټولنیزو رسنیو کې په مکرر ډول فعال دی او د هغه په موټر حادثه کې د هغه د پیښیدو یادونه نه ده شوې.
پایله:
له پورتنیو څېړنو څخه څرګنديږي چې د ټرافیکي پېښې له امله د راشد خان د ټپي کېدلو ادعا ناسمه ده. د موټر ورته عکس د راشد خان پورې تړاو نه لري او نه هم په دې اړه کوم خبر خپور شوی چې ګواکې راشد خان دې ټپي شوی وي.
سرلیک: راشد خان په ترافیکي پېښه کې نه دی ټپي شوی.
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False