
یوه الوتکه د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په ۲۱ د افغانستان په شمال ختیځ بدخشان ولایت کې ولوېده. یو شمېر رسنیو او د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ادعا کړې وه چې په بدخشان ولایت کې راغورځېدلې الوتکه د هند الوتکه وه.
تاسو کولی شئ لاندې د فیسبوک پوسټ وګورئ:

په ټولنیزو رسنیو فېسبوک پوسټ ادعا کوي چې د بدخشان په لوړو غرونو کي یوه هندۍ مسافر وړونکې الوتکه لوېدلې ده.
په هرصورت، د فیکټ کریسینډو موندنې ښیي چې فیسبوک ادعا غلطه ده ځکچي الوتکه چې لوېدلې وه هغه هندي نه وه او په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوي عکس هم پخوانی دی.
د حقیقت معاینه
د ټولنیزو رسنیو د ادعاوو تر شا د حقیقت موندلو لپاره، موږ لومړی په انټرنیټ کې د کلیدي کلمو غوښتنه وکړه ترڅو معلومه کړو چې آیا دا ډول کومه هندي الوتکه په افغانستان کې غورځېدلې ده.
موږ د رسنیو څو مقالې وموندلې چې دا روښانه کوي چې هغه الوتکه چې د افغانستان په بدخشان کې لوېدلې وه د هند الوتکه نه وه. دا وضاحت پخپله د هند حکومت د ملکي هوايي چلند عمومي ریاست (DGCA) لخوا شریک شوی.

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې په بدخشان کې راغورځېدلې الوتکه په اصل کې د مراکشي راجستر شوې کوچنۍ الوتکه وه.
د رسنیو د راپورونو له مخې په الوتکه کې شپږ کسان سپاره وو، چې دوه یې مړه او څلور نور ژغورل شوي دي.

د نورو پلټنو لپاره، موږ په شریک شوي عکس کې د ګوګل د عکس العمل لټون پلي کړ او موږ وموندله چې شریک شوی عکس هم څو کاله زوړ دی او د ۲۰۱۳ په جولای کې په سان فرانسسکو کې د آسیانا ایرلاین بوینګ ۷۷۷ غورځیدو پیښې وروسته اخیستل شوی و چې دوه کسان پکې ووژل شول او ۱۸۲ مسافر ټپیان شوي.

پایله
نو له پورته څېړنو څخه څرګنده شوه چې د افغانستان په بدخشان کې د هندي الوتکې د غورځېدو خبر درواغ وو او کومه الوتکه چې غورځېدلې په حقیقت کې د مراکش الوتکه وه. همدارنګه، شریک شوی عکس هم څو کاله زوړ دی.

سرلیک: په دې وروستیو کې په افغانستان کې نسکوره شوې الوتکه هندي الوتکه نه وه.
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: Misleading