د عمران خان د مرګ خبر حقیقت نه لري، د ټپې کېدو انځور یې پخوانی دی

False International

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د ټپې کېدلو پخوانی انځور خپور کړی او ادعا یې کړې چې ګواکې هغه د ژورو ټپونو له امله مړ شوی دی. 

فاکت کرېسیندو موندلې چې د نوموړي د ټپي کېدلو انځور پخوانی دی او د مرګ خبر یې ناسم دی.

ادعا

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د روان زیږدیز کال د اکتوبر په ۲۱مه ادعا کړې چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د ژورو ټپونو له امله مړ شوی دی. 

د « جلال آباد تازه خبرونه» په نوم یوې فېسبوک پاڼې د عمران خان د زخمې کېدلو پخوانی انځور په خپرولو سره لیکلې: «دمعلوماتو له مخې دپاکستان صدراعظم عمران دژورو ټپونو له امله ساه ورکړه.»

دا فېسبوک پست له نورو سره ۳۴۱ ځله شریک شوی دی.

فېسبوک پست/ آرشیف لېنک

حقیقت موندنه

مونږ پر دې عکس د ګوګل د انځورونو برعکس پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو د هغه د زخمې کېدلو په اړه یو پخوانی خبر ته لاسرسی ومونده. په دې خبري راپور کې ښکاري چې هغه په ۲۰۱۳ کال کې ټپي شوی وو. 

د ‘Metro.co.uk’ په نوم یوې وېبپاڼې د هغه د زخمې کېدلو انځور خپور کړی او لیکلې چې عمران خان د انتخاباتو کمپاین پر مهال ټپی شوی وو. د وېبپاڼې په خبره، عمران خان هغه مهال په لاهور کې د «غالب» په نوم یو مارکیټ کې خلکو ته وینا کوله. د وینا پر مهال هغه له دریځ څخه چې ۱۵ فوټه له ځمکې څخه لوړ وو، ولوېده. له غورځېدلو څخه وروسته هغه د څو شېبو لپاره بې هوښ وو چې وروسته په هوښ راغی او په روغتون کې یې درملنه تر سره شوه.

د دې خبر په اړه د لا نورو مالوماتو لپاره کولای شئ چې لاندې لېنک ته ولاړ شئ:

وېبپاڼه/آرشیف لېنک

له بلې خوا هېڅ کومې رسنۍ او سرچینې خبر نه دی خپور کړی چې ګواکې عمران خان دې ټپي او یا مړ شوی وي. 

پایله

په ټولنیزو رسنیو کې د عمران خان د ټپي کېدلو او مړ کېدلو ادعا ناسمه ده. د عمران خان د زخمي شوی انځور پخوانی دی چې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د ټاکنیز کمپاین پر مهال ټپي شوی وو چې وروسته یې بېرته درملنه وشوه.

Avatar

سرلیک: د عمران خان د مرګ خبر حقیقت نه لري، د ټپې کېدو انځور یې پخوانی دی

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *