
ادعا
روسیې د پنجشنبې په ورځ پر اوکراین د بشپړ پوځي اقدام اعلان وکړ. د روسیې او اوکراین جګړه یوه روانه وسله واله جګړه ده چې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پیل شوه.
پر اوکراین د روسیې د روانې جګړې په تړاو یو شمېر ناسم خبرونه او ادعا ګانې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوي دي چې د خلکو تر منځ د اندېښنې او ویرې لامل شوی دی.
په بېلا بېلو سیمو کې د اوکراین او روسیې تر منځ د جګړې په اړه پخوانۍ وېډیوګانې او انځورونه د ټولنیزو کاروونکو تر منځ شریک شوي دي.
په دې وروستیو کې د پخوانیو انځورونو په خپرولو سره ادعا شوې چې ګواکې د روسیې سمندري ځواک د اوکراین پلازمینې کیف ته رسېدلی او په څو ساعتونو کې به د اوکراین پلازمینه ونیسي.
تاسو کولی شئ لاندې فیسبوک پوسټونه وګورئ:

د فیسبوک پوسټ ادعا کې راغلي: «د روسيې سمندري ځواک هم رارسيدلی، نړيوالې ورځپاڼې ليکي حې، د اوکراين مرکز کیف به په ۹۶ ساعتونو کې سقوط شي.»
راځئ چې د ادعا او شریک شوي عکسونو په اړه اصلي حقیقت ومومو.
حقیقت موندنه
مونږ د فېسبوک پسټ ادعا او شریک شوي عکسونو باندې د ګوګل برعکس پلټنه تر سره کړه.
د پلټنو په پایله کې مو وموندله چې عکسونه د روسیې او اوکراین ترمنځ د وروستیو شخړو پورې تړاو نه لري.
دا عکسونه پخواني دي او د بېلا بېلو ځایونو او وختونو پورې اړه لري.
لومړی انځور:

لومړی انځور په بېلاروس کې د روسیې او بېلاروس وسلوالو ځواکونو د ګډ تمریناتو پورې تړاو لري.
دا عکس د روسیې ځواکونو پورې تړاو لري خو دا د روسیې او اوکراین تر منځ د روانې وسلوالې جګړې پورې هېڅ اړه نه لري.


دوهم انځور:

دوهم انځور د نړیوالو سمندري تمرینونو پورې اړه لري چې په ۲۰۲۱ کال کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې ترسره شوی وو.
پاکستان د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ په میاشت کې په عربي سمندرګي کې د عمان هېواد د ګڼو پوځي تمرینونو کوربه وو.
شریک شوی عکس یوازې د سمندري ځواکونو د پوځي تمرین پورې تړاو لري. دا عکس د روسیې او اوکراین تر منځ د روانې وسله والې جګړې پورې اړه نه لري.


د فېسبوک په ځینو پوسټونو کې د روان میلادي کال د فبرورۍ په ۲۱ او ۲۲ ادعا شوې چې ګواکې روسیې پر اوکراین برید وکړ. خو دا ادعا هم ناسمه ده. روسیې د روان میلادي کال د فبرورۍ په ۲۴ د پنجشنبې پر ورځ پر اوکراین بریدونه پیل کړل.
د روسیې او اوکراین تر منځ د شخړې په اړه د نورو معلوماتو لپاره کولی شئ چې لاندې لینکونو ته ورشئ:
پایله
له پورتنیو څېړنو څخه څرګنده شوه چې د فېسبوک پسټ ادعا ناسمه ده. له دې ادعا سره پخواني انځورونه خپاره شوي دي. دا انځورونه د روسیې او اوکراین تر منځ د روانې جګړې پورې هېڅ تړاو نه لري.

سرلیک: د روسیې او اوکراین تر منځ جګړه: پخواني انځورونه له ناسمو ادعا ګانو سره، خو اصلي حقیقت څه دی؟
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: Partly False