ایا دا ډاکټر د یوې میرمنې لپاره ژاړي چې د زیږون پرمهال مړه شوې؟

False Health

ادعا

یو فېسبوک پسټ دوه انځورونه خپاره کړي دي چې ادعا کوي یو ډاکټر د یوه مور د مرګ لپاره ژاړي. په پسټ کې ادعا شوې چې ګواکې دا ښځه د زیږون پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او ډاکټر یې په مرګ باندې ویر کوي.

تاسو کولی شئ لاندې فیسبوک پوسټ وګورئ:

Facebook  Archive

د فیسبوک پوسټ ادعا کې لیکل شوي: «کوچنی پیدا سو ، خو ډاکټر ونه سوای کولای مور او کوچنی دواړه یو ځای وژغوري ، سربیره پردې چي دغه ښځي 11 کاله اولاد نه درلودی ، مګر ډاکټر ته یی وویل چي کوچنی وژغوره مانه . ډاکټر کوچنی خو وژغوری خو بیا هم دکوچني دژوندي پاتي کیدلو امید دلاسه ورکی او مور ته یی هم دژوند طمعه نسته . مور یی ژړ ل ، ډاکټر وویل چي کوچنی دمور څنګ ته ورولی کوچنی دمور څنګ ته وروړل سو ، ډاکټر دمور راسته بغل ته ودریدی خو دمور احساسات یی ونه سوای زغملای بې اختیاره یی ژړل دکوچني ساه لنډه لنډه کیدل خومور یی داولاد پر حالت ژړل او پر مخ او شونډو یی مچوی ، ډاکټر او نرسان بې اختیاره په ژړا وه خو مور یی داولاد په تکلیف لیدلو مړه شوه».

راځئ چې د ادعا او شریک شوي عکسونو تر شا اصلي حقیقت پیدا کړو:

د حقیقت پلټنه

مونږ د حقیقت موندلو لپاره پر نوموړي انځورونو د ګوګل برعکس پلټنه تر سره کړه. زمونږ د څېړنو په پایله کې مالومه شوه چې د ښځې دا انځور په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د ډسمبر په میاشت کې د Merve Tiritoğlu Şengünler  فېسبوک پاڼې له خوا خپور شوی دی. دا پاڼه د یوه عکس اخستونکي پورې اړه لري چې د نویو زېږېدلو ماشومانو انځورونه اخلي. 

د نویو زېږول شویو ماشومانو نور انځورونه هم کولی شئ چې په دې فېسبوک پاڼه کې وګورئ.

دا عکس په ۲۰۱۵ کال کې د همدې فېسبوک پاڼې له خوا خپور شوی دی. په فېسبوک پاڼه کې په ترکي ژبه باندې لیکل شوي: « تر ټولو ښکلی یو ځای کېدل».

Facebook  Archive

مونږ د ژړغوني ډاکټر په انځور هم پلټنه وکړه. 

دا عکس په ۲۰۱۶ کال  کې په انسټاګرام کې د  Metin (@ozgemetinphotography   په نوم د یوه کس لخوا  شریک شوی و. د عکس په سرلیک کې په ترکي ژبه باندې لیکل شوي چې پلار له دې شېبې ډېر خوند اخلي. 

په دې توګه دا عکس د یوه بل ماشوم پلار پورې اړه لري چې د خپل ماشوم له زېږېدلو څخه د خوشحالۍ اوښکې تویوي.

Instagram  Archive

دا کس ډاکټر نه دی. 

 هغه کس چې دا عکس یې خپور کړی هم یو عکاس دی. 

له دې پلټنو څخه څرګندیږي چې د فېسبوک پوسټ هغه ادعا چې ویلي ګواکې یو ډاکټر له زېږون څخه وروسته د یوې ښځې مرګ ته ژاړي، ناسم دی.

نه هم دا ښځه د زیږون پر مهال مړه شوې او نه هم دا کس ډاکټر دی.

دا د یوه بل ماشوم پلار دی چې د خپل ماشوم سالمې زېږېدنې ته خوشحاله دی او د خوشحالۍ اوښکې تویوي.

تر دې وړاندې هم فیکټ کریسینډو ملیالم، فیکټ کریسینډو سری لنکا او فیکټ کریسینډو باګلا په دې اړه د حقیقت موندنې راپورونه خپاره کړي دي.

پایله

له پورتنیو څېړنو څخه څرګندیږي چې د فېسبوک پوسټ ادعا په بشپړه توګه ناسمه ده. دا دوه انځورونه د دوو بېلا بېلو پېښو پورې اړه لري.

د ښځې دا انځور ماشوم یې زېږولی دی او خپله هم مړه شوې نه ده. د نارینه انځور د یوه پلار پورې اړه لري چې د خوشحالۍ له امله ژاړي ځکه په لومړي ځل باندې پلار شوی دی. 

یو عکس د ۲۰۱۵  او بل د ۲۰۱۷ کال پورې تړاو لري.

Avatar

سرلیک: ایا دا ډاکټر د یوې میرمنې لپاره ژاړي چې د زیږون پرمهال مړه شوې؟

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *