پخواني عکسونه بيا د میدان هوایي ډګر باندې د برید له ادعاوو سره شریک شوي.

Misleading National

په ټولنیزو رسنیو کې څو پخواني او بې تړاوه عکسونه له دې ادعا سره  خپاره شوي چې د هېواد د میدان هوایي ډګر باندې چاودنه شوې ده.

تاسو کولی شئ لاندې د فیسبوک پوسټ وګورئ؛

فېسبوک پوسټ  آرشيف لینک 

 د فیسبوک پوسټ ادعا کوي چې ګواکي  په ميدان هوايي باندې وسله بريد وشو. 

په هرصورت، د فیکټ کریسینډو موندنې ښیي چې د ټولنیزو رسنیو ادعاګانې درواغ دي او بې بنسټه عکسونه د ګمراه کونکو ادعاګانو سره شریک شوي دي. 

 د حقیقت معاینه

 موږ په  شریک شویو عکسونو کې د ګوګل د عکس العمل لټون پلي کړ ترڅو د ټولنیزو رسنیو ادعاوو او شریک شوي عکسونو تر شا حقیقت ومومئ.

د ګوګل د عکس العمل لټون په پلي کولو سره موږ وموندله چې په ټولنیزو رسنیو شريک شریک شوي ټوله عکسونه پخواني دي او په دې وروستیو کې په میدان هوایي ډګر کې د ورته ادعا شوي  کومې برید سره تړاو نه لري.

لومړی عکس

لومړی عکس پخوانی دی او د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶ د کابل هوايي ډګر ته څېرمه له خونړي برید وروسته اخیستل شوی و.

Almayadeen Archived Link 

دوهم عکس

د ګوګل د عکس العمل په کارولو سره موږ وموندله  چې دوهم عکس چې په ټولنیزو رسنیو کې شریک شوی د ۲۰۲۲ کال د دسمبر په میاشت کې د خامه پریس په نوم یوې ویب پاڼې لخوا خپور شو او د خپرې شوې مقالې له مخې، دا عکس د یوې هغې مرګونې چاودنې وروسته اخیستل شوی کله چې د پخواني افغان سیاستوال حاجي محمد خان وردک موټر په نښه کړی و  

خامه پریس Archived Link  

دریم عکس

درېيم عکس هم پخوانی دی او د ۲۰۱۶ کال د جولای په میاشت کې په کابل کې له یوې چاودنې وروسته اخیستل شوی او په چاودنه کې د بشري منابعو د څانګې مشر وژل شوی و.

نون آسیا  Archived Link  

 پایله

 له دې امله له پورتنیو څېړنو څخه څرګنده ده چې پخواني عکسونه په ټولنوکې رسنیو کې له ګمراه کوونکو ادعاګاناو سره شريک شوي دي.

Avatar

سرلیک: پخواني عکسونه بيا د میدان هوایي ډګر باندې د برید له ادعاوو سره شریک شوي.

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: Misleading

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *