
په ټولنیزو رسنیو کې د افغانستان پخوانی ولسمشر د حامد کرزی په موټریز کاروان موټر بم برید د ادعا سره پخواني او بې تړاوه عکسونه خپاره شوي دي.
تاسو کولی شئ لاندې د فیسبوک پوسټ وګورئ؛

د فیسبوک پوسټ ادعا کوي چې ګواکي په دې وروسيو کې په کابل کی د پخوانی ولسمشر حامد کرزی په موټریز کاروان موټر بم برید شوې چې خپله حامد کرزی پکې سخت ټپې شو او څو ساتونکې یی وژل شوي.
په هرصورت، د فیکټ کریسینډو موندنې ښیي چې شریک شوي عکسونه پخواني دي او د داسې ادعا شوې کومې پیښې سره تړاو نه لري.
د حقیقت معاینه؛
د ټولنیزو رسنیو د ادعاوو او شریک شویو عکسونو تر شا د حقیقت موندلو لپاره، موږ په شریک شوي عکسونو کې د ګوګل د عکس العمل لټون پلي کولو له لارې خپل تحقیقات پيل کړل. د پلټنو په جریان کې، موږ وموندله چې ټول شریک شوي عکسونه پخواني دي او په کابل کې د کومې وروستۍ موټر بم چاودنې نه دي لکه څنګه چې په ټولنیزو رسنیو کې ادعا شوې.
لومړنی عکس:

د ۲۰۱۹ کال د لیندۍ په ۱۴مه د پژواک خبري اژانس د یوه ټویټري پوسټ له مخې، دغه انځور د کابل ښار د ۱۵مې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د کابل د برید پورې اړه درلوده.
دوهم عکس:


دوهم عکس هم پخوانی دی او د ۲۰۱۹ کال په اګست میاشت کې په کابل کې د یوه بل ترهګریز برید څخه دی.
له همدې امله، دا روښانه ده چې پخواني او غیر اړونده عکسونه په ټولنیزو رسنیو کې د ګمراه کونکو ادعاګانو سره شریک شوي.
پایله;
له پورته څېړنو څخه څرګنده شوه چې په ټولنیزو رسنیو کې د دروغو او ګمراه کوونکو ادعاوو سره پخواني او بې تړاوه عکسونه شریکېږي، نو د فیسبوک پوسټ ګمراه کوونکی دی. د افغاستان پخوانی ولسمشر د کومې بريد کې ټپي کېدو په باب کوم مستند راپورونه نشته.

سرلیک: پخواني عکسونه د افغانستان پخوانی ولسمشر د حامد کرزی په موټریز کاروان موټر بم برید په څیر شریک شوي.
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: Misleading