د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون افغانستان ته د ایساف ځواکونو د بېرته ورتګ خبر نه دی ورکړی
په ۲۰۲۱ میلادي کال کې امریکایي پوځیان له افغانستان څخه ووتل او ډېر ژر د طالبان حکومت را منځ ته شو.
له هغه وخت راهیسې د افغانستان د روان وضعیت په اړه ډېر ناسم معلومات په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي دي.
په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې ځینې پخواني عکسونه له دې ادعا سره شریک شوي چې ګواکې د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون افغانستان ته د ایساف او امریکايي ځواکونو د بېرته ورتګ اعلان کړی دی.
تاسو کولی شئ لاندې فیسبوک پوسټونه وګورئ:
د فیسبوک پوسټ ادعا کې راغلي:
«پنټاګون خبر ورکړی چې ایساف ځواکونه یو ځل بیا افغانستان ته ستنیږي. بل خوا د امریکايي ځواکونو پخواني قومندان پیټر میلر هم دغه خبر ګارډین ته تایید کړی دی».
خو د فاکټ کریسینډو موندنې ښیي چې د فیسبوک ادعا ناسمه ده ځکه چې د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او ګارډین هم په دې تړاو کوم خبر نه دی خپور کړی.
حقیقت موندنه
مونږ د حقیقت موندلو لپاره پر نوموړي انځورونو او ادعا د ګوګل پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې پنټاګون داسې کوم خبر نه دی ورکړی او ګارډین ورځپاڼې هم داسې کوم راپور نه دی خپور کړی.
له بلې خوا دا عکسونه پخواني دي.
۱ عکس:
لومړی عکس د عراق پورې تړاو لري. امریکا په ۲۰۰۳ کال کې پر عراق برید وکړ او بالاخره امریکايي ځواکونو په ۲۰۱۱ کال کې له دغه هېواده ووتل. شریک شوی عکس په ۲۰۱۱ کال کې له عراق څخه د امریکايي ځواکونو وتلو پورې اړه لري.
۲عکس:
دوهم عکس د هایټي هېواد پورې تړاو لري. امریکايي پوځیان په ۲۰۰۴ کال کې په هایټي کې اساسي قانون د پروسې د پرمخ بیولو لپاره ځای پر ځای شول.
۳ عکس:
دریم عکس د ایروټیک نیوز په نوم ویب پاڼه کې خپور شوی دی. د مقالې په سرلیک کې راغلی: « د ۲۰۲۱ کال ته یوه کتنه».
په مقاله کې په ۲۰۲۱ کال کې د امریکايي پوځیانو د ځینو عملیاتو په تړاو مالومات لیکل شوي دي.
مقاله د ۲۰۲۲ کال په جنورۍ کې خپره شوې وه چې ښيي شریک شوی عکس پخوانی دی.
پر دې سربېره، د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) دا نه دي ویلي چې ګواکې د ایساف ځواکونه به افغانستان ته بېرته ولاړ شي. له بلې خوا د ګارډین ورځپاڼه هم په دې تړاو کوم خبر نه دی خپور کړی لکه څرنګه چې په فېسبوک پوسټ کې ادعا شوې.
نو ویلی شو چې پورته درې واړه عکسونه پخواني دي او په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو پورې هېڅ تړاو نه لري.
مونږ پخوا هم د حقیقت موندنې راپورونه خپاره کړي دي. تاسو کولی شئ چې د حقیقت موندنې ځیني راپورونه دلته ولولئ:
پایله
له پورتنیو څېړنو څخه څرګندیږي چې افغانستان ته د ایساف ځواکونو د بېرته ورتګ ادعاوې حقیقت نه لري.
سرلیک: د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون افغانستان ته د ایساف ځواکونو د بېرته ورتګ خبر نه دی ورکړی
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False