په کابل کې د وروستي چاودنې له ادعاوو سره پخواني او بې تړاوه عکسونه شریک شوي.

International Misleading

 په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې څو عکسونه له دې ادعا سره  خپاره شوي چې ګواکي د کابل په کارته سخي سیمه کې درنه چاودنه شوې ده. 

 تاسو کولی شئ لاندې د فیسبوک پوسټ وګورئ؛

فېسبوک پوسټ  آرشيف لینک 

د فیسبوک د پوسټ له مخې شریک شوي عکسونه د کابل د کارتی سخی په سیمه کې د وروستۍ لویې چاودنې څخه دي.

دا ادعا په ټولنیزو رسنیو پوسټ کې شوې ده ”کابل په کارتی سخی یو ځل بیا ډیر درنه چاودنه”

  

په هرصورت، د فیکټ کریسینډو موندنې ښیي چې د فیسبوک ادعاګانې دروغ دي ځکه چې پخواني او بې تړاو عکسونه شریک شوي.

 د حقیقت معاینه

 

موږ په ټولو شریک شویو عکسونو کې د ګوګل د عکس العمل لټون پلي کولو له لارې تحقیقات پیل کړل ترڅو د ټولنیزو رسنیو ادعاګانو او شریک شوي عکسونو ترشا حقیقت ومومي.

د ګوګل د عکس العمل لټون په پلي کولو سره موږ وموندله چې ټول عکسونه چې شریک شوي پخواني دي او د بیلابیلو پیښو پورې اړه لري چې په مختلف وختونو کې پیښ شوي.

لومړی عکس

د پلټنو په ترڅ کې مو وموندله چې د ۲۰۱۴ کال د سپټمبر په څلورمه د CNN نیوز په نوم یوې وېبپاڼې هم ورته عکس خپور کړی و او د خپرې شوې مقالې له مخې دا عکس د هغې پېښې سره تړاو لري چې په تایوان کې د ۲۰۱۴ کال د سپټمبر په میاشت کې د ګازو د چاودنې له امله لویه تباهي رامنځته شوې وه.  

CNN نیوز  آرشيف لینک 

دوهم عکس

دوهم عکس هم پخوانی دی او د هغې پیښې پورې اړه لري کله چې د ۲۰۲۱کال په نومبر کې په پلازمینه کابل کې د طالبانو په پوسته کې چاودنه وشوه.

WION  آرشيف لینک 

ZEE NEWS  آرشيف لینک 

ورته عکس د ۲۰۲۱ کال د نومبر په ۱۳مه د طلوع نیوز د خبریال زیار خان یاد لخوا خپور شو او په دې تويټ کې یو ځل بیا  یادونه شوې چې دا عکس د کابل د دشت برچي په ګلۍ مهتاب کلا کې د چاودنې وروسته اخيستل شوي و.

آرشيف لینک

دریم عکس

د پلټنو پر مهال مو وموندله چې دریم عکس هم پخوانی دی او د هغې ویجاړونکې زلزلې پورې اړه لري چې تېر کال د ۲۰۲۱ کال د جون په ۲۱ مه په افغانستان کې وشوه.

 GUARDAIN  آرشيف لینک 

لینک ۱ آرشيف لینک 

  

 پایله

له همدې امله له پورتني پلټنو څخه څرګنده شوه چې پخواني او بې تړاوه عکسونه په ټولنیزو رسنیو کې د ګمراه کوونکو ادعاوو سره خپریږي.

Avatar

سرلیک: په کابل کې د وروستي چاودنې له ادعاوو سره پخواني او بې تړاوه عکسونه شریک شوي.

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: Misleading

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *