پخواني عکسونه بيا په افغانستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د وروستي برید په ادعا شریک شوي

Misleading National

په ټولنیزو رسنیو کې څو پخواني او بې تړاوه عکسونه له دې ادعا سره  خپاره شوي چې ګواکي په دې وروستیو کې په افغانتان کې  امریکا لخوا د ډرون برید شوی دی.

 تاسو کولی شئ لاندې د فیسبوک پوسټ وګورئ؛

فېسبوک پوسټ  آرشيف لینک 

 د فیسبوک د پوسټ له مخې شريک شوي عکسونه په افغانستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د وروستي برید سره تړاو لري.

 

 په هرصورت، د فیکټ کریسینډو موندنې ښیي چې د ټولنیزو رسنیو ادعاګانې جعلي دي ځکه چې شریک شوي عکسونه  پخوانی دي.

د حقیقت معاینه؛

 موږ په شریک شوي عکسنو کې د ګوګل د عکس العمل لټون پلي کولو سره خپله څیړنه پیل کړه ترڅو د شریک شوي عکسنو او پر فېسبوک خپور شويو ادعاګانې ترشا حقیقت ومومي.  د پلټنو په ترڅ کې مو وموندله چې په ټولنیزو رسنیو کې شریک شوي عکسونه پخواني دي او په ټولنیزو رسنیو شويو ادعاوو سره کوم تړاو نه لري. 

لومړنی عکس

د امریکا د پوځي تجهیزاتو په اړه د یوې مقالې لاندې د Asia Times په نوم یوې ویب پاڼې هم ورته عکس خپور کړی. تاسو کولای شی د ۲۰۱۹ کال څخه دا مقاله وګوري:

آسیا ټايمز   آرشيف لینک 

دوهم او درېيم عکس

دوهم او دریم عکسونه د هغه پیښې سره تړاو لري کله چې په کابل کې د امریکا په هوايي برید کې د اوو ماشومانو په ګډون څو تنه ووژل شول.  د ډرون برید چې اوه ماشومان په کې ووژل شول د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۳۰ مه ترسره شو او امریکا د ماشومانو په ګډون د بې ګناه خلکو په نښه کولو لپاره د نړیوالو رسنیو له سخت غبرګون سره مخ شوه.

Washingtonpost آرشيف لینک 

له همدې امله دا روښانه ده چې پخواني عکسونه د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ګمراه کولو لپاره له غلطو ادعاوو سره شریک شوي دي.  

 پایله

 له پورتني پلټنو څخه څرګنده شوه چې د فیسبوک پوسټ ګمراه کوونکی دی ځکه چې ټول شريک شوي عکسونه پخواني دي  او د کومې ادعا شوې پیښې سره تړاو نه لري.

Avatar

سرلیک: پخواني عکسونه بيا په افغانستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د وروستي برید په ادعا شریک شوي

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: Misleading

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *