
یوعکس په ټولنیزو رسنیو کې د دې ادعا سره شریک شوی دی چې ګواکې د هند پوځ په دې وروستیو کې په کشمیر کې پر پاکستاني پوځ هوایي برید کړی دی.
فیسبوک پوسټ ادعا کوي:
د هند پوځ په کشميرکې د پاکستاني پر پوځ باندې هوايي برید کړی دی. فېسبوک پوسټ همدا راز ویلي چې ګواکې د دواړو هېوادونو تر منځ د قوي جګړې احتمال لیدل کیږی.
اصلي پوسټ
حقیقت موندنه
مونږ د دې ادعا په اړه پر تصویر باندې د ګوګل انځورونو برعکس پلټنه تر سره کړه.
په پایله کې مو وموندله چې دا عکس پخوانی دی او د نوموړې ادعا پورې هېڅ تړاو نه لري.
ورته عکس په ۲۰۱۹ کې د «ټایمز آف انډیا» لخوا د پاکستان په بالکوټ سیمه کې د هندي پوځ له خوا د هوایي برید په توګه خپور شوی دی. دا عکس د ډیری نورو خبري راپورونو او وېبپاڼو لخوا د پاکستان پر بالکوټ سیمه باندې د هند پوځ له خوا د هوایي برید په توګه خپور شوی دی.
تاسو کولی شئ د لاندې لېنک په واسطه نور مالومات ولولئ:
موږ همدا راز وموندله چې ورته عکس په ۲۰۲۱ کال کې د جون په میاشت د اېتوپیا پر ټاګري سیمه کې د هوایی برید په توګه د «ټایمز آف انډیا» لخوا خپور شوی وو. دا عکس د هوایی برید ښودلو په موخه کارول شوی وو.
تاسو کولی شئ په دې اړه نور جزیات د لاندې لېنک په واسطه ولولئ:
د هند پوځ په ۲۰۱۹ کال کې د پاکستان په بالکوټ سیمه باندې یو بریالی هوايي برید ترسره کړ. دغه هوايي برید په ۲۰۱۹ کال کې د هند د «جامو او کشمیر» په سیمه باندې د پلوامه یوه خونړۍ برید په غبرګون تر سره شوی وو.
له پلوامه برید وروسته پاکستان په نړیواله کچه له ترهګرۍ څخه د ملاتړ او پناه ورکولو په موخه وغندل شو.
پر بالکوټ باندې د هند هوایي برید د نورو جزیاتو لوستلو لپاره لاندې لېنک وګورئ:
Balkot Airstrike Wikipedia Archive
له دې څخه څرګندیږي چې د فېسبوک پست کې کارول شوی عکس په بشپړه توګه ناسم دی.
تر دې دمه د هند پوځ له خوا د پاکستان پر خاوره د کوم وروستي هوايي برید راپور نه دی ورکړل شوی.
پایله
له پورتنیو پلټنو څخه څرګندیږي چې د فېسبوک پست دا ادعا ناسم دی. نوموړی تصویر پخوانی دی. په دې وروستیو کې د هند پوځ له خوا د پاکستان پر خاوره باندې هېڅ کوم هوايي برید نه دی تر سره شوی.

سرلیک: يو پخوانی عکس په کشمیر کې د هند له خوا پر پاکستاني پوځ د هوایي برید په توګه خپور شوی دی
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False