په لاهور کې پر اټومي مرکز د وسلوال برید په اړه کوم موثق خبر نه دی خپور شوی

International Misleading

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو پر غزه د اسراییل د برید یو پخوانی انځور یې خپور کړی دی. دوی ادعا کړې چې ګنې د پاکستان په لاهور کې پر یو اټومي کمپ وسلوال برید شوی دی. د فاکت کرېسیندو ‘Fact Crescendo’ موندنو پر اساس، دا خبر د کومې رسمي سرچینې له خوا نه دی تایید شوی.

ادعا

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر پاڼو یو پخوانی انځور یې خپور کړی او ادعا یې کړې چې ګنې په لاهور کې پر اټومي کمپ باندې وسلوال برید شوی دی. د ‘Niloofar Rahmani Offcial’ په نوم یوې جعلې فېسبوک پاڼې لیکلې: «پاکستان لاهور ښار کې پر یوه لوی اټومې کمپ وسلوال برید شوی. یاد برید کې اټومي وسایلو بمونو انفلاق کړی، د ودانیو تر څنګ لوی انساني ناورین هم رامنځته شوی. لا دقیقه شمیره نده څرګنده- برید جریان لري.»

فېسبوک پست/ آرشیف لېنک

دا خبر د یوې بلې فېسبوک پاڼې له خوا هم خپور شوی دی. دا فېسبوک پست له نورو سره ۴۸۲ ځلې شریک شوی دی.

فېسبوک پست/ آرشیف لېنک

حقیقت موندنه

تر اوسه په دې اړه هېڅ کومې رسمي سرچېنې د دې خبر پخلی نه دی کړی. له بلې خوا دا انځور هم پخوانی دی چې پر غزه باندې د اسراییلو هوایي بمبار ښيي. دا انځور د ‘Economic Times’  له خوا یو کال وړاندې په ۲۰۲۰ کال کې د فبرورۍ په ۲۴مه خپور شوی دی.

په راپور کې لیدل کیږي چې انځور پخوانی دی

وېبپاڼه/ آرشیف لېنک

پایله

هېڅ کومې رسمي سرچینې په لاهور کې د پاکستان پر اټومي کمپ د وسلوال برید خبر یې نه دی تایید کړی. له بلې خوا څخه دا انځور پخوانی دی چې په غزه کې د اسراییلو هوایي بمبار را ښيي.

Avatar

سرلیک: په لاهور کې پر اټومي مرکز د وسلوال برید په اړه کوم موثق خبر نه دی خپور شوی

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: Misleading

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *