د زهرجن ګاز له امله د مسمومې شویو نجونو پخواني انځورونه په کابل کې د چاودنې قربانیانو په توګه خپاره شوي

False Terrorism

په دې وروستیو کې په کابل او یو شمېر ولایتونو کې چاودنې شوي دي. دا چاودنې په جومات او ښوونځي کې تر سره شوې. 

په دې وروستیو کې د کابل ښار د عبدالرحیم شهید په لېسه کې خونړۍ چاودنې لږ تر لږه ۶ تنه وژلي او تر ۲۰ زیات یې ټپیان کړي دي. خو یو شمېر ناتایید شوي راپورونه د قربانیانو شمېر تر دې هم لوړ ښيي.

خو د دغو چاودنو په تړاو په دې وروستیو کې یو شمېر ناسم مالومات او انځورونه په خواله رسنیو کې خپاره شوي دي.

تاسې کولی شئ لاندې فیسبوک پوسټ وګورئ:

Facebook Archive

 د فیسبوک پوسټ ادعا کې لیکل شوې:

«ددې معصومو ماشومانو به څه ګناه وه دوخت سړيخوره»؟

د فاکټ کرېسینډو موندنې ښیي چې عکسونه پخواني دي او په دې وروستیو کې په کابل کې د کومې وروستۍ چاودنې پورې تړاو نه لري.

 د حقیقت پلټنه

مونږ د حقیقت موندنې لپاره پر نوموړي انځورونو د ګوګل برعکس پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې دا انځورونه پخواني دي او په کابل کې د وروستیو چاودنو پورې هېڅ تړاو نه لري.

لومړی عکس:

دا عکس د ښوونځي هغو زده کوونکو پورې اړه لري چې په ۲۰۱۲ کال کې د جولای په میاشت کې د ګاز تنفس له امله مسمومې شوې وې. 

دا پېښه د افغانستان په جوزجان ولایت کې را منځ ته شوې وه. په انځور کې ښکاري چې دا کسان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول کیږي.

NBC news Archive

 د ۲۰۱۲ کال جولای په ۲ مه د افغانستان په جوزجان ولایت کې د نجونو په یوه ښوونځي کې د زهرجن ګاز له خپرېدو وروسته تر ۳۰۰ ډېرې نجونې ناروغې شوې وې.

دوهم عکس:

دوهم عکس د کابل په لویدیځ کې د یوې چاودنې پورې تړاو لري چې په ۲۰۲۰ کال کې د اکټوبر په میاشت کې را منځ ته شوې وه. دا چاودنه هم په یوه ښوونیز مرکز کې شوې وه چې هغه مهال پکې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي وو او تر ۷۰ ډېر نور ټپیان وو.

Tolo News Archive

پایله

 له پورته څېړنو څخه څرګندیږي چې شریک شوي عکسونه پخواني دي او په کابل کې د وروستیو چاودنو پورې تړاو نه لري.

Avatar

سرلیک: د زهرجن ګاز له امله د مسمومې شویو نجونو پخواني انځورونه په کابل کې د چاودنې قربانیانو په توګه خپاره شوي

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *