
په دې وروستيو کې په ټولنیزو رسنیو کې څو پخوانیو عکسونه له دې ادعا سره شریک شوي چې ګواکي په دې وروستیو کې په لوګر ولایت کې د لمانځه پر مهال د بې پیلوټه الوتکو بریدونه شوي دي.
په هرصورت، د فیکټ کریسینډو موندنې ښیي چې پخواني او بې تړاو عکسونه له درواغو ادياو سره شریک شوي دي.
تاسو کولی شئ لاندې د فیسبوک پوسټ وګورئ؛

د فیسبوک پوسټ دا ادعا کوي چې ګواکي په دې وروستیو کې په لوګر ولایت کې د لمانځه پر مهال د بې پیلوټه الوتکو بریدونه شوي دي.
راځئ چې د فیسبوک د ادعاوو تر شا حقیقت ومومئ!
د حقیقت معاینه؛
په ټولنیزو رسنیو کې د شریک شوي عکسونو او ادعاګانو تر شا د حقیقت موندلو لپاره، موږ پر فېسبوک ش شوي عکسونو کې د ګوګل د عکس العمل لټون ترسره کړ. د پلټنو په جريان کې موږ وموندله چې شریک شوي عکسونه پخواني دي او پر فېسبوک ادعا شوې کومې ډرون برید سره تړاو نه لري.
لومړنی عکس؛


د پلټنو په ترڅ کې موږ وموندله چې ورته عکس د ۲۰۱۸ کال په اپریل میاشت کې د NBCNEWS په نوم یوې وېبپاڼې خپور کړی و، د خپرې شوې مقالې له مخې دا عکس د افغانستان په ختیځ پکتیا ولایت کې د شیعه ګانو پر یوه جومات د ځانمرګي برید څخه دی.
دوهم عکس؛


دوهم عکس هم پخوانی دی. د یوې مقالې له مخې چې د ANNEWSTODAY لخوا په ۲۰۲۰ کال کې خپره شوې، ورته عکس د ۲۰۲۰ کال په جون میاشت کې په کابل کې د یوې خونړۍ چاودنې وروسته اخیستل شوی.


دریم عکس وروسته له هغه اخیستل شوی چې دریو ځانمرګو بریدګرو د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر په میاشت کې د کندهار په امام بارګاه جومات کې د سلګونو لمونځ کوونکو په وړاندې ځانونه والوزول.
څلورم عکس؛


څلورم عکس هم پخوانی دی. د ګوګل د عکس العمل لټون په پلي کولو سره، موږ وموندل چې ورته عکس ايران انټرنشنل په نوم ویبپاڼې په یوه مقاله کې خپور شوی و. د خپرې شوې مقالې له مخې، دغه انځور د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر په میاشت کې په کندهار کې د شیعه ګانو په یوه جومات کې د ورته چاودنې سره تړاو درلوده.
له همدې امله، دا څرګنده ده چې شریک شوي عکسونه پخواني دي او ټولنیزو رسنیو کې جعلي ادعاګانې شريک کیږي.
پایله;
له پورتنیو څېړنو څخه څرګنده شوه چې پخواني عکسونه په ټولنیزو رسنیو کې جعلي ادعاو سره شریک شوي.

سرلیک: په لوګر ولایت کې د لمانځه پر مهال د بې پیلوټه الوتکو د وروستیو بریدونو په څېر پخواني او بې تړاوه عکسونه شریک شول.
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: Misleading