د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو د یوه انځور په خپرولو سره ادعا کړې چې ګواکې د افغانستان د پاسپورټ د ریاست پخوانی رییس عالم ګل حقاني ورور وېډیو را وتلې چې په هغه کې نوموړي له یوې نجلۍ سره اخلاقي فساد تر سره کوي.

که څه هم د عالم ګل حقاني ورور د طالبانو له خوا د نجونو د نڅا او کمیشن کارۍ په تور نیول شوی دی خو دا انځور د نوموړي پورې تړاو نه لري.

څه موده وړاندې یوه وېډیو په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوه چې پکې د پاسپورټ د ریاست پخوانی مشر عالم ګل حقاني ورور د نیولو خبره شوې وه. په وېډیو کې لیدل کیږي چې څو نجونې او نارینه نڅا کوي. طالبان دروازه خلاصوي او هلته ناست کسان په وېډیو کې ښکاره کوي. په وېډیو کې یو تن لیدل کیږي چې ادعا شوې د پاسپورټ د پخوانی رییس عالم ګل حقاني ورور دی. په وېډیو کې په ده باندې تور لګول کیږي چې ګواکې نوموړی له خلکو څخه د پاسپورټ لپاره پيسې اخستلې او کمیشن کاري یې کوله.

د نورو جزیاتو لپاره کولی شئ چې د آزادۍ راډیو دا راپور وګورئ:
آزادۍ راډیو راپور

له دغې وېډیو څخه وروسته په دې وروستیو کې یو شمېر انځورونه په فېسبوک کې خپاره شوي دي چې ادعا شوې ګواکې د عالم ګل حقاني ورور دی.

د ‘RTA_Pashto Afghanistan’ په نوم یوې فېسبوک پاڼې لیکلې: « عالم ګل حقانی د ورور هغه ویډو چې پټو کیمرو کړی وه میډیا ته راوته چې یو جنی سره د پیسو په مقابل کي بداخلاقی کوي».

فېسبوک پسټ/ ارشیف لېنک

حقیقت موندنه

مونږ د حقیقت موندنې لپاره پر نوموړي انځور د ګوګل برعکس پلټنه تر سره کړه. زمونږ د پلټنو په پایله کې مالومه شوه چې دا انځور د یوټیوب له یوې تمثیلي وېډیو څخه اخستل شوی دی. دا وېډیو د هغو ملایانو په اړه تمثیلي ډرامه وړاندې کړې چې د تغویذ په پلمه له ښځو څخه ناوړه جنسي استفاده کوي.

په وېډیو کې یو هلک لونګۍ اغوستې او ځان یې د ملایانو په بڼه جوړ کړی دی.

دا وېډیو د «کربلایی مدیا» یوټیوب چینل کې خپره شوې ده. په وېډیو کې د ډرامې لوبغاړي په دري او هزاره ګي لهجه خبرې کوي.

که چېرته وېډیو وګورو نو د لوبغاړي مخامخ انځور د عالم ګل حقاني له ورور سره توپیر لري.

د تمثیلي ډرامې دا وېډیو کولی شئ چې لاندې په بشپړه توګه وګورئ:

په پورتنۍ وېډیو کې لیدل کیږي چې دا کس د عالم ګل حقاني ورور نه دی.

پایله

له پورتنیو پلټنو څخه څرګنده شوه چې د فېسبوک پسټ دا انځور د پاسپورټ پخوانی رییس عالم ګل حقاني پورې تړاو نه لري.

که څه هم د طالبانو له خوا د عالم ګل حقاني د ورور نېول کېدل د اخلاقي او مالي فساد په تور حقیقت لري.

Avatar

سرلیک: آیا دا انځور د عالم ګل حقاني ورور پورې تړاو لري؟

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: Missing Context