
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو یو پخوانی او نا اړوند انځور یې خپور کړی. دوی ادعا کړې چې ګنې په هلمند کې دوه ماشومان له خپلې کورنۍ څخه ورک شوي دي.
د «فاکت کرېسیندو» موندنې ښیي چې دا انځور پخوانی دی او د افغانستان ماشومانو پورې اړه نه لري.
ادعا
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو یو پخوانی انځور یې د سه شنبې په ورځ د اګست په ۳مه خپور کړی دی. دوی ویلي چې ګنې په هلمند کې دوه ماشومان نادرکه شوي دي. د «تازه خبر» په نوم یوې فېسبوک پانې د دې انځور په خپرولو سره لیکلې:
« دا یو ډیر عاجل خبر دی. هلمند کي دوه ماشومان دخپلي کورنۍ ورک شوي. که کورنۍ او یا خپلوان یی پست ګوري دغه نمبر ته زنګ ووهئ 0765919330
هیله کوو درب العالمین درضا په خاطر پست شیر کړﺉ.»
دا فېسبوک پست له نورو سره ۴زره ۳۰۰ ځلې شریک شوی دی.
حقیقت موندنه
مونږ پر دغه انځور د ګوګل برعکس پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې دا انځور ۵ کاله وړاندې په ۱۳۹۵ کال کې اخستل شوی دی. دا انځور د سوریې هېواد غبرګوني ماشومانو پورې اړه لري.
دا انځور د ‘www.gitionline.ir’ وېبپاڼې له خوا خپور شوی دی.
دا انځور کولای شئ په لاندې لېنک کې وګورئ.
له بلې خوا دا انځور د یوې وېبپاڼې له خوا د سوریه هېواد د قربانیانو له نورو عکسونو سره یو ځای خپور شوی دی.
له بلې خوا څخه مونږ هغې شمېرې ته زنګ ووهه چې په فېسبوک پست کې لیکل شوې وه تر څو مالومه کړو چې ایا په رښتیا هم دا ماشومان نادرکه شوي دي او که نه. زمونږ اړیکه له نوموړې شمېرې سره ټينګه نه شوه. دا شمېره ناسم ده او په سیسټم کې شتون نه لري.
داسې ښکاري چې دا فېسبوک پست د ډېر لایک او شریکولو یا شییر په موخه تر سره شوی وي.
پایله
په ټولنیزو رسنیو کې هغه انځور چې د هلمند نادرکه شویو ماشومانو په توګه خپور شوی، ناسم دی. دا انځور پخوانی دی چې د سوریې هېواد ماشومانو پورې اړه لري. نوموړې شمېره لا تر اوسه په سیسټم کې شتون نه لري.

سرلیک: یو پخوانی او نا اړوند انځور د هلمند ورک شویو ماشومانو په توګه خپور شوی دی
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False