يوې مرحومې پاکستاني اداکارې عکس د ننګرهار پوهنتون د محصلې ځان وژنې په توګه شریک شو

International Misleading

په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د روانو محدودیتونو په ترڅ کې طالبانو د افغانستان په پوهنتونونو کې د ښځو پر ننوتلو موقت بندیز لګولی دی. د دسمبر په ۲۰ مه د طالبانو تر ادارې لاندې د لوړو زده کړو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د هېواد ټولو تعلیمي ادارو ته امر کړی چې تر بل خبرتیا پورې دې د نجونو د زده کړو بهیر ودروي.

په هرصورت، په افغانستان کې د ښځو پر زده کړې د وروستي بندیز وروسته د ټولنیزو رسنیو کاروونکو لخوا ډیری غلط معلومات شریک شوي.

په دې وروستیو کې د یوې مرحومې پاکستانۍ اداکارې عکس له دې ادعا سره خپور شوی دا عکس د ننګرهار پوهنتون د یوې ښځینه محصلې دی چې د ښځو پر لوړو زده کړو د وروستي بندیز وروسته یې ځان وژنه کړې ده.

تاسو کولی شئ لاندې د فیسبوک ځینې ادعاګانې وګورئ:

فېسبوک پوسټ فېسبوک پوسټ فېسبوک پوسټ 
آرشيف لینک آرشيف لینک آرشيف لینک 

 

ورته ادعاګانې د ټویټر ځینې کاروونکو لخوا هم کارول شوي، تاسو کولی شئ لاندې ځینې ټویټونه وګورئ:

آرشيف لینک 

https://twitter.com/KabuliSadaf/status/1605506070125821952

آرشيف لینک 

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو پوسټونو کې ادعا شوې چې دغې نجلۍ په افغانستان کې د طالبانو له خوا پوهنتونونو ته د ښځو پر ننوتلو د وروستي بندیز له امله ځان وژنه کړې ده.

 په هرصورت، د فیکټ کریسینډو موندنې ښیي چې پر ټولنیزو رسنیو په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوې ادعاګانې ناسمې دي او بې تړاو عکس له غلطو ادعاګانو سره شريک شوي دي.

د حقیقت معاینه

 د ټولنیزو رسنیو د ادعاوو او شریک شوی عکس تر شا د حقیقت موندلو لپاره، موږ پر ټويټر شریک شوي عکس کې د ګوګل د عکس العمل لټون پلي کولو سره خپلې پلټنې پیل کړې. د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي يوې محصلې د ځان وژنې د خبر په اړه زموږ څېړنې کوم راپورونه نه وموندله.  

 په شریک شوي عکس کې د ګوګل د عکس العمل لټون پلي کولو سره، موږ وموندله چې شریک شوی عکس پخوانی دی او د کومې افغانې محصلې نه دی.

د پلټنو په ترڅ کې مو وموندله چې ورته عکس چې په دې وروستیو کې پر ټولنیزو رسنیو خپور شوی د ګلالي په نوم د یوې وتلې پاکستانۍ اداکارې دی.  د رسنیو د راپورونو له مخې، هغه د پاکستان د خیبر پښتونخوا په مردان ښار کې یوه اداکاره وه او ادعا کېږي چې د هغې د خاوند او ملګرو له خوا وژل شوې وه.

 Aizaz-Tv  یوټیوب چینل د ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ په ۲۲ مه د ګلالۍ د مړي ویډیو اپلوډ کړه. د ویډیو عنوان وو: “د پښتو ډرامې ګلالۍ د جنازې بشپړه ویډیو” 

آرشيف لینک 

د ۲۰۱۹ کال د فبروري په ۲۲ مه، ایکسپریس ټریبیون ویب پاڼې د پښتو سټېج سندرغاړې، ګلالي د مړینې خبر ورکړ.  په خپره شوې مقاله کې راغلي چې هغه د پېښور په مردان کې د خپل مېړه د ملګرو له خوا تر شکنجې وروسته وژل شوې ده.

The Express Tribune  آرشيف لینک 

 پایله

نو له پورته څېړنو څخه څرګنده شوه چې د هغه مړي عکس چې په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی، د ننګرهار پوهنتون د یوې ښځینه محصلې نه دی، بلکې دا عکس د یوې وتلې پاکستانۍ اداکارې دی چې درې کاله وړاندې وژل شوې وه.  له همدې امله، د ټولنیزو رسنیو ادعاګانې ګمراه کونکي دي.

Avatar

سرلیک: يوې مرحومې پاکستاني اداکارې عکس د ننګرهار پوهنتون د محصلې ځان وژنې په توګه شریک شو

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: Misleading

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *