
په دې وروستیو کې د طالبانو له خوا پر پخوانی ولسمشر حامد کرزی بهر ته د سفر د بندیز خبرونه خپاره شوي دي.
حامد کرزی په یوه مرکه کې ویلي چې دی او ډاکټر عبدالله اجازه نه لري چې له هېواد نه بهر سفر وکړي.
په دې لړ کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په تړاو په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر ناسم خبرونه خپاره شوي دي.
په ادعا کې راغلي چې ګواکې پر ښاغلی کرزی د بم برید شوی او نوموړی د درملنې لپاره پاکستان ته لېږدول شوی دی.
تاسو کولی شئ لاندې فیسبوک پوسټ وګورئ:

فاکټ کرېسینډو موندلي چې دا تصویر پخوانی دی او پر ښاغلي کرزي باندې کوم برید نه دی شوی.
حقیقت موندنه
مونږ پر نوموړی انځور د ګوګل برعکس پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې د موټر دا انځور د ښاغلي کرزي پورې تړاو نه لري.
ویجاړ شوی موټر د خامه پریس خبري اژانس د بنسټ ایښودونکي خوشنود نبي زاده پورې اړه لري. پر نوموړي د ۲۰۲۱ میلادي کال د فبرورۍ په میاشت کې یو بمي برید شوی وو چې ښاغلی نبي زاده هغه مهال له دې برید څخه ژغورل شوی وو.

خامه پریس هم په خپله رسمي ټویټر پاڼه د دغې پیښې په اړه هغه مهال ټویټ کړی وو.

له دې څخه څرګندیږي چې دا موټر د ښاغلي کرزي پورې تړاو نه لري.
مونږ پر دې سربېره په ګوګل کې د کلیدي کلمو پلټنه هم تر سره کړه خو داسې کوم مستند راپور یا خبر مو ونه مونده چې دا ادعا تاییده کړي.
پایله
له پورتنیو څېړنو څخه څرګندیږي چې په حامد کرزي باندې په دې وروستیو کې کوم بمي برید نه دی شوی. په فېسبوک پوسټ کې د موټر دا انځور د ښاغلي کرزي پورې اړه نه لري او پخوانی دی.

سرلیک: فېسبوک کاروونکي: «حامد کرزی له بمي برید وروسته د ټپونو له امله پاکستان ته لېږدول شوی» خو نوموړی کابل کې روغ رمټ ګرځي
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False