
په ټولنیزو رسنیو کې د محمد شفیق ګل آغا شیرزي، د سرحدونو او قبایلو چارو پخوانی وزیر د مرګ خبر لاس په لاس کیږي، ګواکې دا چه هغه د زړه حملې له امله مړ شوی وي. ځیني بیا وایي چې ښاغلی شیرزی د کرونا ناروغۍ له امله په بګرام کې بستر شوی دی. راشئ په دې پوه شو چې اصلي خبره څه ده.
ټولنیزې رسنۍ
په ټولنیزو رسنیو کې دا خبر د یو شمېر کاروونکو او پاڼو له خوا خپور شو چې ګواکې ګل آغا شیرزی د زړه د حملې له امله مړ شوی دی.
د پېښې ارزونه:
فاکت کریسیندو افغانستان د ښاغلي شیرزي رسمي فېسبوک پاڼه یې له نظره تېر کړ، تر څو مالومه کړي چې آیا رښتیا هم ښاغلی شیرزی مړ شوی دی. د هغه په فېسبوک کې د ناروغۍ خبر شته او لیکل شوي دي چې د ښاغلي شیرزي د پوښتنې لپاره یو شمېر سیاسي کسان لکه پخوانی ولسمشر حامد کرزی او نور ورغلي وو.
په متن کې راغلي دي چې د ښاغلي شیرزي روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی.
د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ادعا د ښاغلي شیرزي د وفات په اړه د فبرورۍ د میاشتې په دوهمه نېټه وه، په داسې حال کې چې د حامد کرزی له لورې د ګل آغا شیرزي د پوښتنې خبر د فبرورۍ پر ۶مه نېټه خپور شوی دی.
د ښاغلي شیرزي د فېسبوک پاڼې په یو بل پوسټ کې د هغه د روغتیا خبر لیکل شوی ګواکې دا چې د هغه روغتیایي حالت ښه دی. دا پوسټ د روان میلادي کال د فبرورۍ پر ۲مه شوې، هغه نېټه کې چې د فېسبوک کاروونکي د هغه د مرګ خبر خپور کړی. دا پوسټ په ظاهره توګه د فېسبوک ځیني کاروونکو د ادعا د ردولو په موخه شوی دی.
ښاغلی شیرزی په کرونا ناروغۍ باندې اخته شوی وو چې څو ورځو لپاره په بګرام کې بستر شوی وو. په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان جنرال سکاټ میلر هم د گل آغا شیرزي پوښتنې ته ورغلی وو.
پایله:
د فېسبوک ځینو کاروونکو له خوا چې کوم پوسټ د ګل آغا شیرزي د مرګ په هکله شوی وو، ناسم دی. ښاغلی شیرزی پر کرونا ناروغۍ باندې اخته شوی وو خو د مرګ خبر یې حقیقت نه لري.