
د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو ادعا کړې چې ګواکې د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ د طالب ضد جبهې مقاومت لاسونو ته ورغورځېدلې او سقوط یې کړې ده.
خو زمونږ موندنې ښيي چې دا انځور د الینګار ولسوالۍ پورې تړاو نه لري او پخوانی دی.
ادعا
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د روان میلادي کال د مې په ۲۵ ادعا کړې چې ګواکې د لغمان ولایت اړوند د الینګار ولسوالۍ سقوط کړې ده او د مقاومت جبهې ځواکونو لاس ته ورغلې ده.
د «تازه خبرونه زرمینه محمدی» په نوم یوې فېسبوک پاڼې لیکلې: «مقاومت جبهه وایي
د لغمان ولايت د الينګار ولسوالۍ د طاـبانو څخه نیول شوي
د مقاومت د جبهې له پنځه ساعته مقاومت وروسته په دې وتوانېدل چې د الینګار ولسوالۍ مرکز له طا ـبان څخه ونیسي.
طاـبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.»

حقیقت موندنه
مونږ د حقیقت موندنې لپاره پر نوموړي انځور د ګوګل برعکس پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې دا انځور پخوانی دی او د الینګار ولسوالۍ پورې تړاو نه لري. دا انځور هغه مهال خپور شوی دی چې طالبانو په افغانستان کې جلا جلا سیمې سقوط کړې. دا انځور په بېلا بېلو وختونو که له جلا جلا راپورونو سره خپور شوی دی. خامه پرېس دا انځور یې د لغمان ولایت اړوند د دولت شاه ولسوالۍ په نوم د ۲۰۲۱ میلادي کال د مې په ۲۰ خپور کړی.
په راپور کې راغلي: «د دولت شاه ولسوالۍ د طالبانو په لاس سقوط وکړ».

له بلې خوا یوې ایرانۍ وېبپاڼې دا انځور یې د وردګ ولایت د جلریز ولسوالۍ د سقوط راپور سره یو ځای خپور کړی دی.

له دغو دواړو راپورونو څخه داسې ښکاري چې انځور پخوانی دی او د هغه مهال پورې اړه لري چې د طالبانو له خوا د افغانستان د بېلا بېلو ولایتونو او ولسوالۍ د سقوط خبرونه خپاره کېدل.
له بلې خوا مونږ په ګوګل کې د کلیدي کلمو پلټنه هم تر سره کړه خو په لغمان ولایت کې د مقاومت جبهې او طالبانو جګړې په تړاو مو کوم خبر ونه مونده.
پایله
له پورتنیو څېړنو څخه څرګندیږي چې په دې وروستیو کې د لغمان ولایت اړوند د الینګار ولسوالۍ د مقاومت جبهې تر کنټرول لاندې نه ده راغلې او نه یې سقوط کړې ده. په دې تړاو خپور شوی انځور پخوانی دی.

سرلیک: د مقاومت جبهې له خوا د لغمان د الینګار ولسوالۍ سقوط په تړاو کوم موثق راپور نشته
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False