سنګاپور که د چین پخوانی سفر؟ د خواله رسنیو کاروونکو ادعا کړې چې اشرف غني سنګاپور ته تللی

False Political

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو ادعا کړې چې ګواکې پخواني افغان ولسمشر محمد اشرف غني په دې وروستیو کې سنګاپور ته تللی دی.

خو زمونږ پلټنې ښيي چې دا انځور پخوانی دی او چین ته د نوموړي سفر پورې تړاو لري.

د «شبنم دوران» په نوم یوې جعلي فېسبوک پاڼې د روان میلادي کال د اپریل په ۲۷ لیکلې: «ولسمشر غنی په یو ناڅاپی سفر سنګاپور ته تللی
د سنګاپور هیواد سیاسیون دغه سفر یو اقتصادی سفر بللی
د سنګاپور ولسمشر وایی ولسمشر اشرف غنی مو د اقتصادی پلان او پرمختګ لپاره دعوت کړي».

فېسبوک پسټ/ ارشیف لېنک

حقیقت موندنه

مونږ د حقیقت موندنې لپاره پر نوموړي انځور د ګوګل برعکس پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې دا انځور چین ته د ښاغلي غني پخواني سفر پورې تړاو لري. په انځور کې د چین ولسمشر شي جین پینګ د ښاغلي غني تر څنګ لیدل کیږي.

فېسبوک پسټ/ارشیف لېنک

له بلې خوا په فېسبوک پسټ کې ادعا شوې چې ګواکې د سنګاپور مرکزي حکومت په خپله فېسبوک پاڼه کې د محمد اشرف غني د سفر وېډیو خپره کړې ده. خو د سنګاپور حکومت په دې تړاو کومه وېډیو نه ده خپره کړې.

پایله

له پورتنیو څېړنو څخه څرګندیږي چې په دې وروستیو کې سنګاپور ته د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د سفر خبر حقیقت نه لري. دا انځور پخوانی دی چې چین ته د نوموړي سفر ښيي.

Avatar

سرلیک: سنګاپور که د چین پخوانی سفر؟ د خواله رسنیو کاروونکو ادعا کړې چې اشرف غني سنګاپور ته تللی

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *