په دې وروستیو کې اشرف غني کابل ته نه دی تللی

False Political

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د پخواني افغان ولسمشر محمد اشرف غني انځور خپور کړی او ادعا یې کړې چې ګواکې نوموړی کابل ته تللی دی.

ادعا

د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو د روان میلادي کال د مارچ په ۲۲ ادعا کړې چې ګواکې پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني کابل ته رسېدلی دی. 

د «تازه خبر/خبر عاجل» په نوم یوې فېسبوک پاڼې لیکلې: «ولسمشر غنی د افغان نوی حکومت په غوښتنه کابل ته راورسید،
غنی د خلکو د کلک استقبال سره مخ شو».

فېسبوک پسټ/ارشیف لېنک

حقیقت موندنه 

مونږ د حقیقت موندنې لپاره پر نوموړي انځور د ګوګل برعکس پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې دا انځور پخوانی دی. دا عکس د ښاغلي غني هغه سفر پورې تړاو لري چې په ۲۰۲۱ کال کې د جون په میاشت کې یې امریکا ته کړی وو. په دې سفر کې د تېر حکومت د سولې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله او امرالله صالح هم ګډون کړی وو.

دا انځور له لاندې وېډیو څخه اخستل شوی دی. وېډیو د ارګ په تویتر پاڼه کې په ۲۰۲۱ کال کې د جون په میاشت کې خپره شوې ده. د تویت په سرلیک کې لیکل شوي: «جمهوررئیس محمد اشرف غني د امریکا متحدو ایالتونو پلازمېنه واشنګټن ته ورسېد».

له بلې خوا په تصویر کې ډاکټر عبدالله عبدالله هم لیدل کیږي چې ښيي د فېسبوک پسټ ادعا ناسمه ده. په داسې حال کې چې ښاغلی عبدالله د هېواد له سقوط راهیسې په افغانستان کې دی او د طالبانو له خوا بهر ته د سفر بندیز ورباندې لګول شوی دی. 

پایله

له پورتنیو پلټنو څخه څرګنده شوه چې د اشرف غني دا انځور پخوانی دی. ښاغلی غني په دې وروستیو کې کابل ته نه دی تللی.

دا انځور امریکا ته د نوموړي سفر پورې تړاو لري چې په ۲۰۲۱ کال کې د جون په میاشت کې هلته تللی وو.

Avatar

سرلیک: په دې وروستیو کې اشرف غني کابل ته نه دی تللی

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *