پخوانی انځور په کابل کې پر  ارګ برید په توګه په غلط ډول شریک شوی.

International Misleading

د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو په جعلي ډول یو زوړ انځور د کابل په ارګ، ولسمشرۍ ماڼۍ باندې د وروستي برید په توګه شریک کړی دی.

تاسو کولی شئ لاندې د فیسبوک کاروونکو ادعا وګورئ:

فېسبوک لینک آرشيف لینک

د فېسبوک کارکوونکي ادعا کوي چې ګواکې په کابل کې پر ارګ باندې ډرون بريد وشو. 

په هرصورت، د فکټ کریسینډو موندنې ښیي، چې په ټولنیزو رسنیو کې هغه ادعاوې چې ګواکې په کابل کې پر آرګ، ولسمشرۍ مانۍ باندې ډرون بريد شوی، دروغ دي او پخوانی انځور د داسې ګمراه کوونکو ادعاوو سره شریک شوي.

د حقیقت معاینه:

د فیسبوک کاروونکي لخوا د ادعا د تایید لپاره، موږ لومړی په انټرنیټ کې کلیدي کلمې وپلټلې، ترڅو معلومه کړو چې په کندهار کې رېښتیا هم داسې کومه پېښه رامنځته شوې ده او کنه. 

په انټرنیټ کې د کلیمو په لټون کولو سره موږ وموندله چې د ټولنیزو رسنیو ځینې ادعاوې غلطې دي ځکه چې هند په پاکستان کې داسې کوم برید نه دی کړی.

بيا پر د شریک شوي عکس په اړه د ګوګل ریورس عکس لټون په کارولو سره موږ وموندله چې ورته عکس د  ۲۰۱۸م کال د می ۳مه  کې د یوې خبري ویب پاڼې لخوا خپور شوی و او د خپرې شوې مقالې له مخې، دا عکس په کابل کې د یوې مرګونې حملې وروسته اخیستل شوی و چې له ۱۶ څخه ډیر کسان پکې ووژل شول.

Menafn.com Archived Link 

پایله

له همدې امله، د فکټ کریسینډو موندنې ښیي، چې په ټولنیزو رسنیو کې هغه ادعاوې چې ګواکې په کابل کې پر آرګ، ولسمشرۍ مانۍ باندې ډرون بريد شوی، دروغ دي او پخوانی انځور د داسې ګمراه کوونکو ادعاوو سره شریک شوي.

Avatar

سرلیک: پخوانی انځور په کابل کې پر ارګ برید په توګه په غلط ډول شریک شوی.

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *